د لاس رسي وړ اتصالات

نړېوال مشران د نړېوالو اقتصادی ستونزو د حل لپاره واشنگټن ته راځي


د نړی د شلو هېوادونو استاځی چې د مهمو صنعتی هېوادونو نماېندگی کوی او ېو شمېر نور مخ په انکشاف هېوادونه به ددې اونې په پاې کې په واشنگټن کې له ېوبل سره ملاقات وکړی.

ددې لپاره چې د نړی د مالی حالت په بېرته تقوېه کولو باندی غور وکړی.

رپوټ واېې چې اروپا د نړېوال اقتصادی رکود لپاره د حل دلارې په را اېستلو کې تر نورو مخکی روانه ده.

د امرېکا غږ منډي کلارک له لندن نه په دې باب دارپوټ رالېږلی دی. کله چې په اروپاکې اقتصادی رکود منځته راغی نودوه سېاسی قدرتونه دهغه په مخکې په دې نېت ودرېدل چې د اقتصادی رکود ضربی سوکه او کمزوری کړی.

په دې کې ېو تن د برتانېې صدر اعظم گورډن براون او بل د فرانسی جمهور رئېس نېکولس سرکوزې و.

فرانسه اوس د اوروپاېې اتحآد مشری په غاړه لری او ښاغلی سرکوزې په بېړه باندی د اقتصادی رکودد ستونزې دداسی حل لپاره گامونه اوچت کړل چې اروپا او امرېکا دواړه په نظر کې ولری.

سرکوزې په دې باب داسی واېې: "دې واېې چې اروپا ارزو لری چې له امرېکا سره په گډه په دې مسله باندی کار وکړی، لکه څنگه ېې چې دوه انډېوالان کوی او ېاېې دوه ملگری او شرېکان کوی. داسی ملگری اوشرېکان چې مشابه عقاېد اونظرېات لری، مشابه او سره ورته اقدار او معېارونه لری او پکارده چې دواړه له ازمېښتونو او مشکلاتو سره مقابله وکړی."

له بل پلوه د برتانېې صدر اعظم ښاغلی براون په اقتصادی مساېلو کې تجربه لری. هغه لس کاله د ټونی بلېر د حکومت په وخت کې د برتانېې د خزانی وزېر و.

په دغه وخت کې ېې په دې کې شهرت پېدا کړ چې مستعد او محتاط سړی دی. د اکتوبر په مېاشت کې په ملک کې ددننه اوبهر د هغه ستاېنه وشوه ځکه چې هغه داوو سوو ملېاردو ډالرو د ژغورنی پانگه مڼظور کړه چې له بانکونو، د بېمې شرکتونو او پور ورکولو سره مرسته وکړی.

د هغه دمالی ژغورنې پلان په حقېقت کې نړېواله بڼه غوره کړه او په نړېواله کچه به له اقتصادی مشکلاتو سره دهم دغه پلان له مخی د حل لارې ولټول شی.

رپوټ واېې چې د ښاغلی برون او سرکوزې د ژغورنی گډ اقتصادی پلان د ستونزو د اوارولو او اقتصاد د بېرته په خپل حال کولو لپاره ډېر اغېزمن دی.

د برتانېې د پارلمان ېو غړی ډېنېس مکشېن په دې باب داسی واېې: "که دا دواړه کسان برون اوسرکوزې په سېاسی لحاظ سره اختلاف هم لری خو دواړه داوسنېو ستونزو د حل لاره غواړی، خو که چېرې برتانېه او فرانسه، اروپا او امرېکا په بېړه اوهوښېارتېا ددغی ستونزې د حل لپاره په چټکی سره اقدام ونکړی نو ېو به هم گټه ونکړی."

ښاغلی سرکوزې په همدی منظور د اروپاېې اتحاد د پولې واحد ېورو دسېمې په نامه هغه مشران سره راټول کړل چې شمېر ېې پنځه لسو ته رسېږی او دېورو په نامه پېسی په خپلو ملکونو کې استعمالوی.

برتانېه ېې هم له ځان سره ملگری کړه چې ددغو اقتصادی شخړو لپاره د حل لاره راوباسی.

رپوټ واېې چې ټول په دې خبره سره جوړ شول چې د ښاغلی براون هغه پلان چې د بانکونو د ژغورنی پلان نومېږی ومنی او د بانکونو مالس ستونزې حل کاندی.

ورپسی بېا هم د فرانسی جمهور رئېس سرکوزې و چې د امرېکا جمهور رئېس جورج بش ېې دېته وهڅاوه چې د نومبر په پنځه لسمه باندی په واشنگټن کې د نړېوالو قدرتونو مجلس داقتصادی ستونزو د اوارولو لپاره جوړ کاندی.

د ښاغلی سرکوزې او ښاغلی براون بل مهم اقدام به دا وی چې امرېکا په دې قانع کړی چې دنړېوالو اقتصادی مشکلاتو د حل لپاره د مشرتوب مسوولېت په غاړه واخلی.

XS
SM
MD
LG