د کال ١٩٨٢ د نوامبر پر لسمه د شوروی اتحاد د کمونیسټ گوند عمومی منشی لیونید بریژنیف مړ سو.
د هغه له مرگ سره د شوروی اتحاد د تاریخ هغه دوره پای ته ورسېده چی هم ثبات پکښی موجود وو او هم دولت پر ټولو ازادیو باندی سخت کنټرول لگولی وو.بریژنیف په کال ١٩٦۴ کی د خروسچیف له لیری کېدلو وروسته قدرت ته ورسېدی.
هغه په شوروی اتحاد کی دونه ثبات ټینگ کړ چی د ستالین د زمانې څخه وروسته چا لیدلی نه وو. خو ده خپل سیاسی مخالفین او ناراضیان ډېر سخت وځبل، پوځی قوه یې دونه زیاته کړه چی د شوروی اتحاد اقتصاد یې له ډېوالي کېدلو سره مخامخ کړ او یوه داسی خارجی پالیسی یې غوره کړه چی سړی ویلای سي هیڅ چا ته یې سم درک نه معلومېدی.
د بریژنیف په زمانه کی د الیکزانډر سولژی نیتسین او اندری سخاروف په څېر لیکوالان او پوهان په بندیخانو کی واچول سول.
ده غوښتل چی د شوروی اتحاد پوځی قوت د امریکا سره برابر کړي او په دې توگه یې د ١٩٧٠ د لسیزی په پای کی اقتصادې وده صفر ته ورسوله.
د امریکا دپاره د هغه خارجی پالیسی بېخی د پوهېدلو نه وه.
له یوې خوا یې په سوله کی دگډ ژوند خبری کولې او له بلی خوا یې په کال ١٩٦٨ کی پر چکوسلواکیه باندی حمله وکړه او د ١٩٧٠ په لسیزه کی یې دانگولا او حبشې په ښورښونو کی لاس وهنی کولې.
په کال ١٩٧٣ کی یې د عربو او اسراییلو په جنگ کی تهدیدونه کول او په کال ١٩٧٩ کی یې پر افغانستان باندی حمله وکړه.
د هغه د ژوند په وروستیو کلونو کی د اټومی وسلو د کنټرول په باب خبری تقریبا یېخی په ټپه ودرېدلې. د کال ١٩٨٢ د نوامبر په میاشت کی دده له مرگ سره یوری اندروپوف قدرت ونیوی.