د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٧٠ د نومبر پر دیارلسمه د گنگا په دلتا کی څپې راپورته سوې او...


د کال ١٩٧٠ د نومبر پر دیارلسمه د گنگا په دلتا کی څپې راپورته سوې او د پخواني ختیځ پاکستان او اوسني بنگله دېش خلکو ته یې ډېر سخت تاوانونه ورسول.

د هغه توپان سره په ساعت کی سل میله چټک بادونه ملگري وه او په ساحل کی یې څو ټاپوگان او د دلتا سره نیژدې د خلکو څخه ډکی سیمی ووهلې.

دا په شلمه پېړۍ کی تر ټولو سخت توپان وو او تقریبا پنځه سوه زره کسان یې ووژل.

د گنگا د لتا په ټول تاریخ کی ډېر سخت توپانونه لیدلي وه مگر د کال ١٩٧٠ د نوامبر د میاشتی توپان د هغی سیمی په ټول تاریخ کی ساری نه درلود.

ددغه توپان په اثر د نوامبر پر دوولسمه بارانونه پیل سول خو د نومبر پر دیارلسمه یې زور څرگند سو.

د سمندر څخه څه باندی شل فوټه څپې راپورته سوې، ټول ساحلی ټاپوگان یې له خلکو او ودانیو خالی کړل او څو میله دننه یې په هیواد کی کلی او کورونه ورسره یوړل.

دغه توپان د بنگله دېش د جنوبی سیمو ټول صنعت او زراعت له منځه یووړ او تقریبا پنځه سوه زره انسانان یې ووژل که څه هم چی ځینو موسسو ویل چی د مړو شمېر تر یو میلیونه زیات وو.

څرنگه چی د لوېدیځ پاکستان حکومت پر وخت د توپان ځبلو سره مرسته ونه کړه نو په ختیځ پاکستان کی یې خلک ډېر په غوسه کړل، سیاسی ناکراریو ته یې زور ورکړ او بالاخره په کال ١٩٧١ کی د بنگله دېش مستقل هیواد منځته راغی.

XS
SM
MD
LG