د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواوې وايي په پکتیا کې یې ۴ یاغیان وژلي


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوي وایی چی د پکتیا په ولایت کې یې د القاعدې مربوط څلور یاغیان وژلي دي .

د امریکا اردو وویل چی دغه یاغیان پرون د پنجشنبې په ورځ د پکتیا د ولایت د زرمت په ولسوالي کی په یوه حمله کی وژل شوي دي .

په بیانیه کی ویل شوي دي چی ددې حملې هدف د یاغیانو هغه شبکه وه چی د محلي طالبانو په مرسته عرب او نور خارجي مبارزین افغانستان ته را رسوي .

طالبانو پرون د هغي ځان مرگه حملې مسئولیت په غاړه واخیست چی د جلال آباد ښار ته نژدې یې وکړه او د یوه امریکایي عسکر په شمول یې ١١ تنه ووژل او ٧۴ تنه یې زخمي کړل .

XS
SM
MD
LG