د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې د امریکا توغونديو ١٢ تنه وژلي


پاکستاني چارواکي وایي چی د توغونديو په هغه حمله کی چی گمان کیږی د امریکا بې پیلوټه الوتکي به کړې وي ، د شمالي وزیرستان په یوه کلي کی چی د القاعدې او طالبانو د پټیدو ځای دی ، ١٢ تنه وژل شوي دي .

مامورینو وویل چی دې الوتکي دوه توغوندي فایر کړي دي .

د امریکا اردو د پاکستان په قبایلي سیمو کی ، هلته چی یاغیان په پاکستان او افغانستان باندی حملې کوي ، دداسی توغوندیو ډزي کوی .

اسلام آباد ددغو توغوندیو د حملو له کبله احتجاج کړی دی .

د پاکستان د اردو لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني به بله هفته په بروکسیل کی د ناتو د لوړ رتبه مامورینو سره وگوری او د امریکا ددغو مشکوکو حملو په باب به خبري ورسره وکړی .

XS
SM
MD
LG