د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې وایي بن لادن په یوه گوښه کې ژوند کوي


د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) رئیس مایکل هېډن وایی داسی ښکاري چی د القاعدې مشر اسامه بن لادن ددغي تروریستي ډلي د ورځنیو فعالیتونو نه گوښه پاته دی او دې ته مجبور شوی دی چی خپله زیاته انرژي د خپل ځان ساتلو ته وقف کړي.

هغه پرون د پنجشنبې په ورځ دلته په واشنگټن کی په یوه وینا کی وویل چی د بن لادن نیول تر اوسه لا هم د سي آی اې د لیست په سر کی دي . هېډن وویل چی د القاعدې دغه مشر د افغانستان او پاکستان تر منځ د گوښه سرحد په کومه سیمه کی پټ دی . د سي اي اې مشر دا هم وویل چی د بن لادن وژل یا نیول به د هغه د پلویانو په روحیې باندی تاثیر ولری .

هېډن وویل چی القاعده امریکا ته تر ټولو زیات خطر دی او که چیري په امریکا باندی کومه غټه حمله کیږی نو په هغې باندی به د القاعدې د گوتي نښان وی . هغه زیاته کړه چی القاعده افریقا او منځني ختیځ ته هم غځیدلې ده .

XS
SM
MD
LG