د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په قبائلی سیمو کې د افراطیانو ځپلو ته زور ورکړی


پاکستان دهیواد په شمالی لویدیځه نیمه خود مختاره قبائلی سیمه کې داسلامی افراطیانو په خلاف دوامدارو نظامی عملیاتوته زور ورکړیدی . سره لدی چې له سیمی نه دطالبانو او القاعدی په ایستلوباندی زوراچول شویدی خوبیاهم دوی حملې کوی او حتئ خارجیان وژنی .

د پاکستان نوی جمهوررئیس هیله لری چې دغه نظامی عملیات به کامیابه شی مگر هغه ته پکارده چې د پاکستان خلک پدی قانع کړی چې دغه نظامی عملیات د پاکستان په ملی گټه دی .

پاکستان په طالبانو اود القاعدی په افراطیانوباندی چې په نیمه خود مختاره قبائلی سیمو کې چې دفتا په نامه یادیږی ، ځانونه پټ کړیدی، خپل نظامی عملیات زیات کړیدی .

افراطیانو هم دپاکستان دحکومت په خلاف خپلی حملی زیاتی کړیدی چې پدی کې ځانمرگی چاودنی هم شامل دی . افراطیانو پدی وروستیو وختو کې په پیښور کې دایران ډیپلومات وروسته له هغې وتښتاوه چې دهغه پاکستانی محافظ ئې وواژه او هم دتښتولو په ناکامه هڅه کې په جاپانی خبریال باندی حمله وشوه او زخمی کړی شو. مخکې لدی نه دپیښور په ښارکې مشکوکو افراطیانو دامریکا دمرستودرسولو یو کارکوونکی او دهغه موټروان وژلی و.

ددغو حملو سره سره ، دپاکستان نوی جمهوررئیس اصف علی زرداری پتیلی ده چې نظامی عملیاتوته دوام ورکوی .

ښاغلئ زرداری وائې: دوی پدی پوهیږی چې دلته یو قوت شته او دلته دپاکستان خلک دی چې حساب ورباندی کیدای شی او موږ خلکو ته پکی ونډه ورکړیده او دخلکو جنگ دځینو شرارت کوونکو په خلاف روان دی .

خو بیاهم دننه په پاکستان کې دافراطیانو په مرکزوباندی دامریکا دتوغندیو لگیدل دښاغلی زرداری لپاره یوه پریشانی ده . دی وائې، دغو حملو هغه ملاتړ ته تاوان اړولی دی چې دنظامی عملیاتونه کیده .

ښاغلئ زرداری وائې: موږاحساس کوو چې دا زموږ په ملی حاکمیت باندی تیری دی او په عمومی توگه زموږ خلک ئې عادلانه نه گڼی او ددغه جنگ لومړی کار دادی چې دخلکوزړونه او فکرونه لاس ته راوړی .

ماهران وائې، دپاکستان ډیر خلک دغه ستونزه نشی درکولی چې ښاغلی زرداری ورسره مخامخ دی .هغه کسان چې دامریکا دبی پیلوټه الوتکونه ورباندی حملی کیږی ، کوښښ کوی چې هیواد ته ستونزی پیدا کړی .

حیدرملک چې دگډو خاصو عملیاتوپه پوهنتون کې چې دامریکا ددفاع وزارت ئې پرمخ بیائې، درس ورکوی، پدی باره کې داسی وائې: دا ځکه کله چې دفدرالی حکومت تراداری لاندی په قبائلی سیموباندی دامریکا دبی پیلوټه الوتکو حملو پوری ارتباط نیسی نو پدی باره کې څرگند څه نه وائې. ځکه نو دا دحکومت او خلکو ترمنځ یوه مشکل دی .

په امریکا کې دنوی حکومت په راتلو سره ، احتمال لری چې دپاکستان حالاتوته د لومړیتوب حق ورکړل شی . په داسی حال کې چې دمشرانو په جرگه کې دجمهوررئیس راتلونکی مرستیال (جیوبائډن )دهغه پیشنهاد ملاتړ کړیدی چې وائې، دپاکستان دشمال لویدیځ قبائلی سیمی سره دی یو عشاریه پنځه میلیارده ډالر مرسته وشی چې ددغې سیمې په بیا ودانولو باندی ئې ولگوی .

ښاغلی حیدر محمود وائې، دمرستی دغه پیشنهاد یو ښه نظر دی او زیاتوی : دغه مرسته چې په مستقم ډول دبیاودانولو کارونو ته مشخص شویده او شرط ئې دادی چې په هغو سیمو کې ورنه کارواخیستل شی چې ډیر ضرورت ورته دی . پدی سره ډیموکراسۍ تقویه کیږی،ملکی او نظامی روابط ښه کیږی،او دوی به دبدو کسانو پسی گرځی .

او دهیریټیج دمؤسسې غړۍ لیسا کوټز وائې، داسلامی نړۍ سره د منتخب جمهوررئیس تماس نیول به هم پدی برخه کې مرسته وکړی. لیساکوټز وائې: په اسلامی نړۍ په خاصه توگه په پاکستان کې دا انتباه پیدا شویده چې دتروریزم په خلاف د جنگ هدف داسلام په خلاف جنگ دی. دا یوه غلطه انتباه ده چې امریکا ورته باید ماتی ورکړی او زه فکرکوم چې منتخب جمهوررئیس دغه کارکولای شی .

حیدر ملک وائې، دښاغلی اوبا له حکومت نه داتوقع هم کیږی چې دهند او پاکستان ترمنځ دسولی کوښښ وکړی . کیدای شی چې دادجمهوررئیس زرداری سره مرسته وکړی چې دافغانستان سره په لویدیځ سرحد کې دتروریزم په خلاف جنگ ته بشپړپاملرنه وکړی .

XS
SM
MD
LG