د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته ٧ میلیارد ډالره پور ورکوي


د پاکستان د مالیې وزیر وايي، نړیوال وجهي صندوق منلې ده چې په پاکستان ته به ٧ اعشاریه شپږ میلیارد ډالره پور کوي چې دغه ملک خپلې قتصادي ستونزې ورباندې هوارې کړي.

د پاکستان د مالیې د وزارت عالي رتبه سلاکار شوکت ترین وويل، له دې لارې به پاکستان وکولای شي چې خپل بهرني پورونه پر وخت ادا کړي.

نرین نن په کراچي کې خبریالانو ته وویل پاکستان به په را روانه اونۍ کې ددغه پور د اخیستلو لپاره نړیوال وجهي صندوق ته پیشنهاد وکړي.

هغه وویل، پاکستان به د نړیوال وجهي صندوق د پور لومړی قسط په همدې روان کال کې ادا کړي.

XS
SM
MD
LG