د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې پاکستان له نړېوال وجهی صندوق سره دې موافقی ته رسېدلی دی چې اوه اعشارېه شپږ ملېارده ډالره پور په دې خاطر ورکړی چې دغه هېواد د خپلو خارجې پورونو د تادېه کولو په برخه کې بېرته پاتې نشی.
په دې کار سره به دا مرسته هم وشی چې د پانگې اچوونکېو باور او اعتماد په روان اقتصادی حالت باندی بېرته اعاده شی.
واشنگټن پوسټ د شوکت ترېن له قوله چې عملا د پاکستان د مالی چارو وزېر دی، لېکی چې دغه پېسی به ېوه برخه د پورونو د اداکولو لپاره ولگول شی او په بله برخه به ېې په خارج کې ذخېره کړی شی.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې پاکستان د ترهگری پر ضد نړېواله مبارزه او جگړه کې مرکزی حېثېت لری خو دېته اړشو چې له نړېوال وجهی صندوق نه مرسته وغواړی ځکه چې ددغه هېواد د خارجی پولی واحد د بدلو لو اداره تېرکال پنځه اوېا فېصده راکمه شوه او سږکال تېره اونی درې اعشارېه پنځه بلېونه ډالره راکمه شوه.
رپوټ واېې چې دغه اندازه د ېوې مېاشتی د وارداتو په اندازه اټکل شوېده.
پر دې سربېره د اعانه ورکوونکېو هېوادونو له جملی نه ېو شمېر هېوادونو له دېنه انکار وکړ چې پاکستان ته نورې پېسی ورکړی.
په دې ترڅ کې دهنگری، اېسلېند، او ېوکراېن هېوادونو هم له نړېوال وجهی صندوق سره په دې نېژدی مېاشتو کې چې نړېوالی اقتصادی ستونزې را پېدا شوېدی د خپلو پورونو په برخه کې په نوو شراېطو باندی خبری او مذاکرات کړېدی.
واشنگټن پوسټ د ښاغلی ترېن له قوله لېکی چې نړېوال وجهی صندوق دوی ته نوی شراېط ندی وړاندی کړی.
د نړېوال وجهی صندوق شراېط تقرېبا هماغه دی چې پاکستان د خپل اقتصادی ثبات لپاره وضع کړېدی.
د نړېوال وجهي صندوق پېسی به په دروېشتو مېاشتو کې پاکستان ته ورکړل شی او گټه ېا سود به ېې د درې اعشارېه پنځو فېصدو او څلور اعشارېه پنځو فېصدو ترمنځ وی. پکار ده چې دا پور تر ٢٠١٦ مېلادی کال پورې ادا کړی شی.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې پاکستان توقع کوی چې ددغو پېسو له جملی نه چې څومره زېاتې اخېستی شی هغه مخکی تر مخکی ددې لپاره واخلی چې هغه ضرورت پرې پوره کاندی چې له درې اعشارېه پنځو ملېاردو نه ېې تر څلور اعشارېه پنځو ملېاردو ته لری.
په دې ډول به پاکستان د اوسنی مالی کال اړتېا پوره کړی شی.
ښاغلی ترېن د خپلو خبرو په پای کی ووېل چې ښاېې ددې پېسو اول قسط په همدې مېاشت کې ورکړل شی.
هغه زېاته کړه چې د نړېوال وجهی صندوق پوربه په پانگه لگوونکېوکې اعتماد او باور را ژوندی کړی او موږ ته به دا فرصت په لاس راکړی چې له نور انډېوالو هېوادونو او مالی موسساتو نه نوره مرسته او پور وغواړو. په مالی موسساتو کې جهانی بانک او دا سپا انکشافې بانک شامل دی.