د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د ژمي کالي او بړستنې


په تېر څو اونیو کې له واشنگټن سره نږې په ویرجینیا ایالت کې یوڅو خیریه موسسو ۴٣٠٠٠ پونډه د ژمي کالي او برستڼې ټولې کړې، او غواړي په افغانستان کې په ساړه ژمي کې د اغوستلو لپاره یې ولیږي.

سلگونه افغان امریکایان له کلیساو، جماتونو، او دوکانونو سره نږدې هغو ځایونو ته ورغلل چې د کالو جمع کولو لپاره ټاکل شوي دي، او په افغانستان کې په ساړه ژمي کې د استعمال لپاره یې کالي، برستڼې او بوټونه راټول کړل.

د کالو د ټولولو ځایونه د څو خیریه موسسو، د نورستان بنیاد، د برستڼو ډله، او د اشیانه بنیاد په ځیار جوړ شوي ول.

دغه پتنگان په افغانستان کې یتیمانو جوړ کړي ول او امریکا ته د خرڅلاو لپاره راوړل شوي دي چې د خیریه موسسې لپاره پیسې ټولي شي.

د اشیانا بنیاد لخوا ښاغلي عطا امین ددغه کار مسولیت په غاړه درلود.

امین:"د اشیانا بنیاد مصرفونه ډیر زیات دي، او فکر داو چې څنگه یې پوره کړو. نو ما وړاندیز وکړ چې داشیانا شاگردان دې پتنگان جوړ کړي او بیا دې د سولې پیغام باندې ولیکي، له افغانستان څخه دې د پلورلو لپاره دباندی ولیږي چې دومره پیسې تر لاسه کړو چې هلته ددوی لپاره یو ښوونځی باندي جوړ کړو."‎

XS
SM
MD
LG