د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: له طالبانو سره خبرې مهمې دي


حامد کرزی وايي که د طالبانو مشر ملا عمر او پيروان یې سولیز ژوند غواړي، نو دی به هر ډول ستونزو ته کلک ودريږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل که چېری د طالبانو مشر ملا محمد عمر وغواړي د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي، نو هیڅ خنډ به د سولې په وړاندې نه وي.

هغه وویل که طالبان ورسره سولې ته حاضر شي، نو دی به د افغانستان د ولسمشر په توګه د طالبانو مشرانو ته د امنیت او خوندي توب ټولې اسانتیاوې برابر کړي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه نړیواله ټولنه پدی لار کې هیڅ ستونزه نه شي لرلای.

حامد کرزی: "که زه وایم چې ملا عمر ته خوندیتوب غواړم، نو نړیواله ټولنه دوه لاری لري، یا ما لرې کړئ او یا دی دوی لاړ شي. که چېری موافق نه وي، دواړه ښه دي، که زه د دوی له خوا په زور د سولې لپاره لرې شم، نو زه به خوښ یم. او که دوی موافق نه وي، دوی دی لاړ شي، خو مونږ لا پدی مرحله کې نه یو. دا اوس زه د طالبانو له رهبرۍ نه اورم چې دوی په افغانستان کې سولې ته لېواله دي. دوی باید ځانونه ثابت کړي."

ولسمشر دی پوښتنې ته په ځواب کې چې طالبان د شرط په توګه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي وویل، بهرني ځواکونه به تر هغه په افغانستان کې وي تر څو چې سوله راشي او افغانستان په پښو ودریږي.

ولسمشر کرزي پدی خبري کنفرانس کې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو خپلې مرستې د حکومت له لاری ولګوي.

هغه وویل پخپل سر نړیوالې مرستې مصرفول حکومت کمزوری کوي.

حامد کرزی: "د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د پي ار ټیانو فعالیتونه حکومت کمزوری کوي. هغوی پیسې لري، دوی پروژی په خپله عملي کوي. هغوی خلک په خپله نیسي، دا د حکومت کمزوري کول نه بلکې له منځه وړل دي"

کرزی په کندهار کې د ښوونځي په انجونو د تېزابو د شیندلو د غندلو ترڅنګ وویل که ددغې پېښې عاملین ونیسي نو د قانون له مخې به یې په عام محضر کې اعدام کړي او دغو انجونو ته به د ښه تعلیم زمینه مساعده کړي.

هغه زیاته کړه نیویارک ته یې د سفر په مهال د سعودي عربستان د پاچا په منځګړۍ له پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره لیدلي.

زرداري به ژر کابل ته راشي او ګڼو موضوعاتو به خبری وشي. کرزي زیاته بیابه د همدغو خبرو په سر د سعودي عربستان له پاچا سره خبری وکړي.

XS
SM
MD
LG