د لاس رسي وړ اتصالات

په کلیفورنیا کی تیز او خپریدونکي اور د شپږ سو زیات کورونه سوزولي


د امریکا د کالیفورنیا ایالت چاوراکي وایې تیزاو خپریدونکي اور د ایالت په جنوبي څنډه کې د شپږ سو زیات کورونه سوزولي او د لسو زرو زیات خلک یې سیمې پریښودو ته اړ ایستلي.

مقاماتو د شنبې په ورځ وویل د لاس انجلس شمال لویدیځ ته په شل کیلومترۍ کې لگیدلي اور د پنځه سو زیات سیار کورونه له منځه وړي.

د سیارو کورونو یو شمیر اوسیدونکي د ژغورني د عملې لخوا مصؤنو ځایونو ته وړل شوي دي.

د لاس انجلس د پولیسو مشر ویلیم براتن وایې چې گمان کوي چې د سیارو کورونو په سیمه کې یو شمیر خلک هم تلف شوي اوسي.

په دوه سیمو کې د اور لگیدود علت موندلو په هدف چارواکو تحقیقات هم پیل کړی.

XS
SM
MD
LG