د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگو د دیموکرات جمهوریت په ختیځ کې نن درنه جگړه رامنځ ته شوه


د م م چارواکي وایې د کانگو د دیموکرات جمهوریت په ختیځ کې نن د یکشنبې په ورځ درنه جگړه رامنځ ته شوه.

دا جگړه یوازی یو ساعت مخکې ترهغې چې د کانگو ختیځ ته د م م خاص استازې د نایجیریا پخوانې جمهور رئیس اولوسیگان اباسانجو پلان کړې و چې د کانگو د مهم یاغي رهبر لورنت نکوندا سره لیدنه وکړي.

سمدستي معلومه نشوه چې کومه وسله واله ډله د نیکیدو په جگړه کې ښکیله وه. یاغیان او حکومت پلوئ وسله والې ملیشې په سیمه کې په جگړه اخته دي.

د م م استازي د شنبې په ورځ د جمهور رئیس جوزیف کابیلا سره لیدلي وو او وی ویل چې جمهور رئیس د یاغیانو سره د خبرو هیڅ ډول پلان ندې ترتیب کړې.

په دی سیمه کې د حکومت او یاغیانو ترمنځ جگړه د اگست میاشتې رادیخوا سخته توده شوی ده.

XS
SM
MD
LG