د لاس رسي وړ اتصالات

اندور فضایي بیړۍ نړیوال ستیشن ته ورسیده


د امریکا د اندور په نوم فضایي بیړۍ د نړیوال فضایي ستیشن ته ورسیده چېرته چې هدف یې په هغه مرکز کې د وژند کولو د سهولتونو برابرول دي.

د اندورفضایي بیړۍ د یکشنبې په ورځ په داسی حال کې رسیدلې چې د هند د شمال نه هم دوه بیړۍ فضا ته استول شوي دي.

دغې بیړۍ د ځان سره په فضا کې د شپږو مامورینو لپاره دویم تشنتب، د خوب او سپورت لوازم او اوبه د ځان سره انتقال کړی دي.

دا مامورین به په فضا کې د ستیپن د انرژۍ د تولید د کار لپاره به په فضا کې هم وگرځي.

دوی به داسی یوڅرخ ودروي چې د لمر نه انرژي واخلي.پدی سفر کې یو بل امریکایي فضانورد ساندرا مگنیس هم ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG