د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونېزېا کې ېوې قوي زلزلې څلور کسان وژلی دی


دغه زلزله د اندونزېا په ختېځه ټاپو وزمه سولاوېسی کې شوېده. پر مړو سر بېره پکی په سوونو کورونو ته زېان رسېدلی دی.

نن د دوشنبی په ورځ سهار چې د زلزلې ټکانونه پېل شول نو د سولاوېسی په زرگونو خلک له خپلوکورونو نه ووتل.

د حکومت د عاجلو چارو ماموران واېې چې په سولاوېسی کې تقرېبا اته سوه کوورونه سخت زېانمن شوېدی او ځېنی ېې بالکل اوار شوېدی.

د زلزلی په دغو ټکانونو کې تقرېبا شپېته کسان زخمی شوېدی.

د اندونېزېا د جېو لوژېکی او مېترولوژېکی مرکز ساېنسپوهان واېې چې دغه زلزله ېې اوه اعشارېه اوه درجی قوی سنجولی ده او له زلزلی نه وروسته ېې تر اوسه پورې اولس ټکانونه ثبت کړېدی.

د امرېکا د جېولوژېکی مرکز له خوا نه د رېکټر په مېچ اوه اعشارېه پنځه درجی قوی زلزله سنجول شوېده.

د اندونزېا حکومت د څونامی خبرداری ورکړی و خو وروسته ېې بېا ډېر ژر لغو کړ.

تېره اونې اندونېزېا د څونامی ېا توپانې موجونو د راتلو د خبرداري لپاره ډېر پرمختللی تخنېکی نظام جوړ کړ. د هغوی مقصد دادی چې د ٢٠٠۴ مېلادی کال د سونامی ېا توپاني او ېاغي موجونو په څېر پېښو خبر داری مخکی له مخکی نه ورکړل شی څو ددغه راز حوادثو نه د راپېدا کېدونکېو انسانی او مالی تاوانونو مخه ونېول شی.

په همدغه کال باندی د سونامی په وجه باندی دهند په سمند ر کې هم ېوه قوی زلزله وشوه او تقرېبا دوه زره کسان، چې زېاتره د اندونېزېا اوسېدونکی وو، پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG