د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې اوه سوه ښوونځي تړل شوي دي


په افغانستان کې شاوخوا اوه سوه ښوونځي تړل شوي چې اکثره یې د هیواد په جنوبي سیمو کې واقع دي.

د ښوونې او روزنې وزارت مامورین وایې دوئ هڅه کوي چې د دیني عالمانو په همکارۍ تړل شوي ښوونځي بیرته فعاله کړي.

د معارف وزیر ډاکټر فاروق وردک نن سه شنبې د ساختمانۍ د یو شرکت سره د دیارلسو مکتبونو د جوړولو د تړون لاسلیکولو پر مهال وویل چې اوس مهال په ټول هیواد کې ٦٧۴ ښوونځي د نه امنیت له امله تړل شوي ٥٧۴ یې په هلمند، ارزگان، زابل او قندهار کې دي.

ښاغلی وردک وایې چې د دیني عالمانو نه هیله لري چې په خپلو سیمو کې د ښوونځیو د پرانستلو او د زده کوونکو په وړاندې د ناوړه چلند په مقابل کې تبلیغ وکړي.

ښاغلی وردک وایې چې د عالمانو په همکارۍ د ښوونځیو پرانستل د معارف وزارت لپاره یو له اساسي پروگرامونو شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG