د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي یوه لویه بیړۍ تښتول شوې


سمندري داړه مارانو د سعودي عربستان یوه لویه بیړۍ چې د سل میلیون ډالرو په ارزښت تیل پکې بار و، اوس د سومالیې ساحل ته رسولې ده.

عیني شاهدان وايي، دغې بیړۍ د پایتخت موگادیشو نه ٣٠٠ کیلومتره لرې د هرارډیري په ساحلي کلي کې لنگر اچولی. دغه ځايي د سوماليايي سمندري داړه مارانو یو قوي مرکز گڼل کیږي.

ددغه بیړۍ مالکان وايي، د بیړۍ ٢٥ کسیزې املې ته زیان ندی رسېدلی. د سومالیې سمندري داړه مارانو د تیز رفتاره کوچنیو بیړیو په مرسته، د شنبې په ورځ، د کینیا له ساحل څخه ٨٠٠ کیلو متره لرې، دغه بیړۍ وتښتوله.

دا ځای له هغې سیمې نه ډیره فاصله لري چیرې چې دغه داړه ماران فعال دي. د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز، مایک مولن له دې آمله حیران شوی چې دغه داړه ماران اوس کولای شي دومره لرې سیمو ته هم لاس وغځوي.

په تښتول شوې بیړۍ کې دوه میلیون بیرله تیل بار وو. داړه مارانو په داسې حال کې دغه بیړۍ تښتولې چې نړیوال ایتلاف ددغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره د سومالیې ساحل ته نږدې جنگي بیړۍ او اوبتلونه لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG