د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو تود رپوټ - په افغانستان کی د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولي خبری


په افغانستان کی د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولي د خبرو او د جمهور ریس حامد کرزي له خوا د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته د عفوی د اعلانولو او د هغه د سر دسلامتی د تضمینولو خبره په مطبوعاتو کی توده ده.

په دې ارتباط مو د نیویارک ټایمز د ورځپاڼی د یوې تبصرې خلاصه را اخیستې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي وویل چی که د طالبانو مشر ملا محمد عمر د هیواد د ناکراریو د سوله ایز حل لپاره د خبرو سره موافقه وکړي نو د هغه د سر د سلامتی ذمه به ووهی.

ورځپاڼه وایی چی امریگا د هغه پر سر لس میلیونه ډالره انعام ایښی دی او د لوېدیځو هیوادونو استخباراتی ادارې عقیده لري چی د کال ٢٠٠١ راهیسی چی هغه له قدرته پرزول سوی دی د پاکستان د کوټی په علاقه کی پټ دی.

ښاغلي کرزي په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کی دا هم وویل چی نه یوازي د ملا محمد عمر د سر د سلامتی ذمه وهي بلکه لوېدیځو هیواودنو ته خبرداری ورکوی چی د ده د پېشنهاد ملاتړ وکړي او که د ملاعمر د سر د سلامتی خبره نه ورسره منی نو باید چی دی له قدرته لیری کړي او یا د افغانستان څخه خپل پوځیان وباسی.

د بوش د حکومت مقاماتو پرون ددغه پېشنهاد په برخه کی خوشبینی ونه ښودله که څه هم چی دوی دا پېشنهاد ټول رد نه کړ. د ملی امنیت د شورا نطاق گورډون جونډرو وویل ښاغلی عمر پخپله باید دا وښیی چی خبرو ته حاضر دی کنه.

موږ تر اوسه پوری د ملا عمر له خوا داسی نښه نه ده لیدلې چی هغه د تشدد پرېښودلو، د القاعده سره د اړېکو شلولو او د افغانستان د حکومت او اساسی قانون منلو ته تیار دی کنه.

ښاغلي کرزي په دې وروستیو څو میاشتو کی هغوی ته څو ځله د سولی د خبرو د پیل کولو پېشنهاد کړی دی خو په د ې وروستي پېشنهاد کی یې یو نوی عنصر اضافه کړی وو چی هغه د ملا محمد عمر د سر د سلامتی ذمه وهل وه.

مگر ده خبریالانو ته وویل چی د ښاغلي عمر د سر د سلامتی د ذمې وهلو او ددې کار دعملی کېدلو دپاره ډېره اوږده اره په مخ کی ده.

ښاغلي کرزی وویل اوس حاضر باید زه د طالبانو د مشرتابه د خوا په عکس العمل خبر سم او په دې پوه سم چی دوی په افغانستان کی سوله غواړي کنه.

دوی باید دا ثابته کړي چی دوی په ریشتیا هم سوله غواړی.

ښاغلي کرزي وویل که زه له ملا عمر څخه دا واورم چی هغه غواړی افغانستان ته راسی او یا غواړی چی د سولي خبری وکړي نو زه به د افغانستان د جمهور ریس په حيث د هغه د سر د سلامتی د تضمینولو دپاره هر کار وکړم.

ده وویل کله چی زه وایم چی زه د ملا محمد عمر د سرتضمین غواړم نو بین المللی ټولنه دوې لاري لري یا به ما له قدرته لیری کوي او یا دي د افغانستان څخه ووزی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی په د ې وروستیو میاشتو کی د طالبانو او یا لږترلږه دهوی د ځینو ډلو سره د خبرو د پیل کولو دپاره پر احتمالاتو باندی زیاتی خبری سوي دی.

منتخب جمهور ریس بارک اوباما او جنرال ډېویډ پیټریوس، چی تازه یې د امریکا د قواوو قوماندانی ترلاسه کړې ده دواړو د طالبانو سره دخبرو ملاتړ کړی دی.

جنرال پیټریوس ویلي دي چی په عراق کی یې د یاغیانو سره د مقابلې کولو د ستراتیژی د عملی کېدلو څارنه کړې ده او ښایی هغه ستراتیژی په افغانستان کی کار ورکړی او د هغو یاغیانو سره خبری کېدلای چی ده د یاغیانو په منځ کی د پخلاکېدلو وړ بللي دي او په تېر کال کی یې شمېر ډېر زیات سوی هم دی.

مگر د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د امریکا قوماندانانو خبر داری ورکړی دی چی د عراق له درسونو څخه په افغانستان کی مستقیمه گټه نه سی اخیستل کېدلای ځکه چی ددې دوو جنگونو ماهیت ډېر زیات توپیر سره لری.

یوه خبره دا ده چی طالبان، که څه هم له بېلو بېلو ډلو څخه جوړ سوي او بېل بېل مشران لري او په خپلو کی رقابتونه سره لري مگر د خبرو سره یې علاقه نه ده ښودلې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د طالبانو داسی یوه مشر چی یو څه اهمیت دي ولری د ښاغلي کرزي د پېشنهاد منلو ته تیاری نه دی ښودلی او په هغو اعلامیو کی چی ویل کېږی د ملا عمر او یا د طالبانو دنورو مشرانو دي هر ډول مذاکرات رد سوي دي او پر دې خبری ټینگار سوی دی چی ٦٥ زره خارجی پوځیان دي، چی تقریبا نیمایی یې امریکایان دي، له افغانستان څخه ووزی.

دا چی ښاغلي کرزي وویل چی د ملاعمر لوېدیځو هیوادونو د مخالفت سره سره به د ملاعمر د سر دسلامتی ذمه وهي، د دې معنی دا ده چی د سولی د خبرو په مسله کی د افغانستاان د مشر او د لوېدیځو هیواودنو ترمنځ اختلافات موجود دی.

د هغه د جمهوری ریاست پنځه کلنه دوره په راتلونکي کال کی پای ته رسېږی او د بیا انتخابېدلو لپاره به د ټینگو رقیبانو سره مخامخ وی.

په کابل کی لوېدیځ ډیپلوماټان وایی د هغه حکومت ډېر سخت فاسد دی او په هیواد کی محبوبیت نه لری ځکه چی جنگ او ناکراریو په هیواد کی غریبی زیاته کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی ښاغلي کرزي په د ېوروستیو شپو ورځو کی د امریکا په رهبری ایتلافی قواوو په مقابل کی خپل لهجه تونده کړې ده او ښایی مطلب به یې دا وي چی په دې توگه په هیواد کی خپل ملاتړ زیات کړی.

ده د نورو شیانو ترڅنگ دا غوښتنه کړې ده چی د ایتلاف قواوي دي د توغوندیو د حملو او بمباریو په ترڅ کی د ملکی تلفاتو د کمولو خواته توجه وکړی.

کله چی ده خبرداری ورکړ چی د ملا عمرد سر دسلامتی تضمین به وکړي نو په د ې توگه یې د ایتلاف له قواوو څخه یو گام فاصله نوره هم زیاته کړه.

XS
SM
MD
LG