د لاس رسي وړ اتصالات

سخیفر - په افغانستان کې د غیر امریکایې ځواکونو د ډیریدو غوښتنه


د ناټو عمومي منشي یاپ دی هوپ سخیفر په افغانستان کې د ترهگرو نه په امان کې د پاته کیدو لپاره د غیر امریکایې ځواکونو د ډیریدو غوښتنه کړې.

ښاغلي سخیفر د سه شنبې په ورځ په هسپانیه کې د ناټو پارلماني اسمبلې ته وویل چې د امریکا د منتخب جمهور رئیس براک اوباما نه پدې خبرې خوښ دی چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر زیاتوي.

خو وایې چې د امریکایې ځواکونو زیاتوالې کافي نه دی او پکار ده چې د افغانستان د پرمختگ، اقتصاد او اردو د جوړولو لپاره د ناټو ټول غړی زیاته هڅه وکړي.

همدا شان، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قوماندانان وایې هیله لری چې په امریکا کې راتلونکی حکومت د عاجلو اقداماتو په لړ کې افغانستان ته نور پوځونه ژر واستوي.

جنرال دیوید مکرنن په واشنگټن کې د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې کافي ځواکونه نه لري او په ځانگړې توگه یې جنوبي او لویدیځو سیمو ته اشاره وکړه چې خلک ثبات راتلو ته اړیتا لري.

جنرال مکرنن د شاوخوا شلو زرو نورو عسکرو وړاندیز کړی.

XS
SM
MD
LG