د لاس رسي وړ اتصالات

د لمړي ځل لپاره په فضا کې یوې فضانوردې خپله یوه وسیله د لاسه ورکړه


د لمړي ځل لپاره په فضا کې یوې فضانوردې په تصادفي توگه خپله یوه وسیله د لاسه ورکړه.

دا پیښه هله رامنځ ته شوه چې د سه شنبې په ورځ په فضا کې فضانوردې هیدیماري سټیفنیشان په بکس کې د غوړو یوه ډبه وچاودیده او د هغه ټول سامان الات په فضا کې تری تم شوو.

نومړې بی لدې چې د سامان په لټه کې شي خپل تش بکس یې هم په فضا کې پریښودو.

دا ښځینه فضانورده د سفینې بیرن په فضا کې د بیړۍ د ترمیم لپاره وتلې وه.

دا میرمنه لمړې ښځینه فضانورده وه چې په فضا کې د قدم وهلو د ماموریت مشري ورکړل شوی وه.

د ناسا فضايي ستشین لازمه گڼی چې راتلونکي کال جون میاشت کې په فضا کې د خپلو فضانوردانو شمیر دوه چنده کړي.

XS
SM
MD
LG