د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په پام کې لري چې د کلنتن د حکومت د وخت مامور د عدلي د وزیر په توگه معرفي کړي


د امریکا د دیموکرات گوند چارواکي وایې منتخب جمهور رئیس، براک اوباما، په پام کې لري چې د بل کلنتن د حکومت د وخت مامور اوس د هیواد د عدلي د وزیر په توگه معرفي کړي.

د گوند جگپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځی دا ومنله چې براک اوباما دا څوکۍ ایریک هولډر ته پیشنهاد کړی ده چې د بل کلنټن په حکومت کې د عدلي وزارت د مرستیال په توگه یې دنده سرته رسولې.

که چیرته د کانگرس لخوا ایریک هولډر د اعتماد رایه واخلي، نو دا به د امریکا لمړنې افریقایي الصاله امریکایي وي چې د عدلیې د وزیر په توگه دنده پرمخ بوځي.

په اړوندو خبرونو کې دا هم ویل شوي چې براک اوباما په پام کې لري د چاپیریال ساتنې په اداره کې هم نوی کسان په کار وگماري.

XS
SM
MD
LG