پېښور یو وخت د بودايي مذهب یو مقدس ښار و او دلته اوس هم د زرگونو کلونو لرغوني اثار هره ورځ له زمکې کندل کیږي.
دوه زره کاله له مخه، کنیشکا پاچا د پیښور ښار د خپل کوشاني سلطنت بدايي پلازمینه جو کړ. دې وخت ته د گندهارا د تهذیب اوج ویل کیږي. تر نن ورځې پورې ځايي لرغون پوهان د ښار لرغوني اثار له زمکې را باسي.
تاریخ پوه، فدالله سارايي وايي پېښور د ورېشمو په تاریخي لاره پروت دی چې په زرگونو کلونو د تجارت لپاره کارېدله.
فدالله: "گندهارا د پېښور د درې پخوانی نوم دی، چې په سنسیکریتي ژبه یې مانا د خوشبویونو زمکه ده. د گندهارا تهذیب مرکز د مردان ښار دی. د نړۍ په ټولو موزیمونو کې چې د گندهارا تهذیب اثار لیدل کیږي هغه د مردان د شا او خوا سیمو، لکه تخت بايي او جمال گړۍ، څخه راوتلي. لوی بدايي لرغون ځایونه د مردان شا او خوا پراته دي."
بودايي مذهب د اوسني پاکستان په شمالي پښتونخوا سیمه کې هغه وخت وده وکړه کله چې پاچا کنیشکا له پېښور سره نږدې درې لوی عبادت ځایونه، یا (سټوپاوې) جوړې کړې.
د کنیشکا سلطنت د اوسني افغانستان، مینځنۍ اسیا، شمالي هندوستان او د پاکستان برخو ته خپور شوی و. د سلطنت اثار د بامیانو له تباه شوو بتانو څخه نیولې، د سند د موهن جوداړو او ټیکسلا د گندهارا تر اثارو پورې هرې خواته لیدل کیږي.
د نولسمې پېړۍ په پیل کې د فرانسوي پوځ یوه افسر له مردان سره نږدې د تخت بايي په سیمه کې د بدايي مذهب یوه ستر عبادت ځای و موند.
په دې ځای کې یوه لویه (پگودا) یا بدايي عابدت ځای و، چې د وړو خونو یوه مجموعه وه، او په ١٩٨٠ کې یونیسکو دغه ځای د نړۍ تاریخي ځایونو ته ور اضافه کړ.
ښاغلی سارايي وايي د نړۍ په ټولو موزیمونو کې د بدا بتان د تخت بايي له سیمې څخه انتقال شوي دي.
د موزیم مشر صالح محمد وايي د ١٩٠٠مې پېړۍ په لومړیو کالونو کې لرغون پوهانو یو تابوت پیدا کړ چې په هغه کې د بدا هډونه او ایرې ساتل شوې وې.
هغه زیاتوي چې دغه ایرې او هډونه د برمايي بدایانو ټولنې ته ورکړایی شوې او هغو د مندلي ښار په یوه بدايي عبادت ځايي کې ښخ کړل. او تش تابوت اوس هم په موزیم کې پروت دی.
له پیښور سره نږدې بودايي لرغوني اثار د ښار تاریخي مهموالی څرگنده وي. لرغون پوهانو تر اوسه نږدې څلویښت فوټه لاندې زمکه کندلې چې د دوه زره او درې زره زړه خاوره را وباسي.
په روستیو ورځو کې لرغون پوهانو د بودايي عبادت ځای یو دو زره کلن لرغونی دیوال و موند چې د ډېرو خلکو پام یې ځان ته را اړه ولی. ددغه ځای مدیر امتیاز علي وايي دغه دیوال د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی، چې د پېښور لومړني واکمن ول.
دغه سیمه ښکلی لرغونی تاریخ لري چې د خټو څخه جوړ شوو شیانو د ټوټو په شان د بیلا بیلو سلطنتونو انعکاس پکې کیږي، هغه د دوه زره کلن پخواني کوشاني سلطنت څخه پیلیږي او د دوه سوه کاله پخوا تر بریتانوي سلطنت پورې رسي.