د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو زنداني په استرالیا کې


د گوانتانامو د زندان یو پخوانی قیدي چې دا وخت په خپل پلرني هیواد استرالیا کې تر سختو قیوداتو لاندې ژوند کوي، غوښتنه کړې ده چې هغه ته دې د آزاد ژوند کولو حق ورکړل شي.

له هغه راهیسې چې ډیویډ هایکس له بند نه خوشې شوی، په لومړي ځل یې له مقاماتو غوښتنه کړې ده چې پر د باندې دې لگېدلي قیودات لرې شي. د استرالیا پولیسو هم ویلي، په پام کې نلري چې په راتلونکو څو هفتو کې ددغو قیوداتو د مودې د پای ته رسېدو وروسته، پر هایکس باندې نور تازه قیودات ولگوي.

په یوې تازه خپرې شوي ویډیو کې، هایکس له خپل ملاتړ کوونکو نه غوښتي چې د هغه د آزادئ په بیرته تامینولو کې ورسره مرسته وکړي.

هایکس د تروریزم سره د ارتباط په تور په گوانتانامو کې زنداني و او د ٢٠٠٨ کال د مۍ په میاشت کې د یوه قرارداد له مخې، د استرالیا حکومت ته وسپارل شو چې د قید پاتې موده هلته تیره کړي.

په تیره دسمبر کې هغه خوشې شو خو په دې شرط چې تر سختو قیوداتو او د پولیسو تر څارنې لاندې به ژوند کوي.

ددغه شرط له مخې، هغه باید په هفته کې څو ځله د ځان په اړه پولیسو ته راپور ورکړي او همدارنگه د شپې له خوا یې پر گرځېدو باندې بندیز لگول شوی دی.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، ټاکل شوې ده چې له ډیویډ هایکس نه د راتلونکي کال په پیل کې دغه بندیزونه لرې شي او داسې کوم پلان نشته چې پر هغه دې لگېدلي قیودات نور هم دوام وکړي.

په خپله ویډیو کې هایکس اندېښنه ښودلې چې دغو قیوداتو دده پر ژوند بده اغېزه کړې ده.

دی وايي: "نه پوهیږم چې زما اینده به څنگه وي. یوازې همدومره پوهیږم چې که دغه بندیزونه راڅخه لرې هم شي، بیا به هم ونشم کړای چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړم".

هایکس د گوانتانامو په زندان کې پنځه کاله تیره کړي او دی د گوانتانامو لومړنی زنداني وو چې د امریکا په یوې ځانگړې نظامي محکمه کې محاکمه شو.

هغه په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې نیول شوی و. د خپلې محاکمې پر وخت هایکس دا منلې وه چې د القاعدې د روزنې په پروگرامونو کې یې گډون کړی او د القاعدې له مشر اسامه بن لادن سره یې لیدلي دي.

د هایکس ویډیو د هغه د ملاتړ کوونکو یوې ډلې خپره کړې چې ادعا کوي هغه په استرالیا کې ډیر ملاتړي لري. خو د گوانتانامو له زندان نه د خوشې کیدو وروسته هایکس په نیم ژواندي حالت کې ژوند کوي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونو ویلي، د هایکس له قضیې نه داسې ښکاري چې د استرالیا باید د تروریزم سره د مبارزې پر قوانینو له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG