د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلو کې فراري برتانوی وژل شوی


د پاکستان د استخباراتو اداره وايي، په دغه ملک کې د توغندي په یوه حمله کې چې فکر کیږي امریکايي قواوو به کړې وي، د برتانیې یو فراري تندلاری تبعه وژل شوی دی.

پر وژل شوي کس باندې تور وو چې په ٢٠٠٦م کال کې یې په بین المللي الوتکو کې د بمي چاودنو دسیسه جوړه کړې وه.

رپوټونه وايي، د توغندیو په نننۍ حمله کې د رشید روف په شمول پنځه تنه وژل شوي دي.

د لویدیځو هیوادونو مقامات وايي، روف په هغې دسیسې کې لاس درلود چې د برتانیې او متحده ایالاتو تر منځ مسافرو وړونکو الوتکو ته مایع چاودېدونکي مواد تیر کړي او هلته یې وچوي. روف د ٢٠٠٧ کال په دسمبر کې له پاکستاني مقاماتو په تېښته بریالی شوی و.

پاکستاني مقامات وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکو نن په شمالي وزیرستان کې د علي خیلو پر کلي د توغندوی حمله کړې ده. چارواکي وايي، یو توغندی د طالبانو د محلي قومندان خالق نور پر کور هم لگېدلی دی.

د پاکستان حکومت د توغندیو دغه حملې په وار وار غندلي او ویلي یې دي چې دا کار د پاکستان د تروریزم ضد هلو ځلو په مخکې خنډ جوړوي.

XS
SM
MD
LG