پداسې حال کې چې په هندي کشمیر کی نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شو په زرهاو پولیس او وسله وال ځواکونه د رایی اچونې مرکزونه او په عمومی توگه ټوله سیمه په ځیر څاري.
دا انتخابات پداسې وخت کی تر سره کیږي چی څه موده
د مخه پر کشمیر باندې د هند د ولکې په خلاف شدیدې مظاهرې تر سره شوی.
دا د هند تر کنترول لاندې هغه سیمه ده چی مسلمانان پکې اکثریت لري.
د جدایی
غوښتونکو له خوا د انتخاباتو سره د مقاطعې او د یخنۍ له امله په لومړۍ
ورځ د رایو اچونکو شمیره کمه بلل شویده.