د لاس رسي وړ اتصالات

'په هغو کسانو کې چې تر اوسه پورې وژل شوېدې، ښاېې رؤف د ټولو نه مشهور وي'


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د برتانېې ېو افراطی، رشېد رؤف، چې له القاعده سره ېې اړېکی درلودې، د هغو پنځو کسانو په جمله کې و چې په شمالی وزېرستان کې د امرېکا د بې پېلوټه الوتکې د توغندېو په ډزو کې ووژل شو.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د امرېکا او پاکستان د معتبرو چارواکېو له قوله لېکی چې د برتانېې ېو افراطی چې د القاعده سره ېې ارتباط درلود، او د ٢٠٠٦ مېلادی کال د ټرانس اټلانېټېک د الوتکېو د بم په دسېسه کې مهم مشکوک گڼل کېده، د شنبی په ورځ د توغندېو په هغو ډزو کې ووژل شو چې د امرېکا الوتکېو په شمالی پاکستان کې وکړې.

د نېوېارک ټاېمز لېکی په هغو کسانو کې چې تر اوسه پورې وژل شوېدې، ښاېې رؤف رشېد د ټولو نه مشهور وي.

د امرېکا دبې پېلوټه الوتکېو په عملېاتو کې چې د اگست له مېاشتی راهېسی زېات شوېدی، د پاکستان او امرېکا ترمنځ ېې اړېکی خړې پړې کړېدي.

رؤف رشېد چې د برتانېې تبعه دی او اصلا پاکستانی دی د ٢٠٠٦ مېلادی کال د اگست په مېاشت کې په پاکستان کې ونېول شو.

د هغه له نېول کېدلو نه وروسته په برتانېه کې ٢٥ نور کسان چې دا شک پرې کېده چې هغوی د څو الوتکېو د تخرېب او بمباری لپاره پلان جوړاوه توقېف شول.

رپوټ واېې چې دغه الوتکې امرېکا او کاناډا ته تللې. د برتانېې محکمی داتو تورنو له جملی نه درې متهمان په دې تور چې د قتل لپاره ېې دسېسه جوړوله محکوم کړل. خو ښاغلی رؤف د متهمانو په جمله کې نه و.

د ٢٠٠٦ مېلادی کال د ډېسېمبر په مېاشت کې د هغه خلاف دترهگری ټول تورونه لېری کړی شول.

ېو کال وروسته هغه په اسلام اباد کې له خپلو ساتونکېو نه د ېو ې محکمی له ېوې غونډې نه وروسته وتښتېده. په دغه محکمه کې پر هغه باندی بل تور لگېدلی و او دهغه له امله دې برتانېې ته ورسپارل کېده.

د پاکستان چارواکېود شنبی په ورځ دا خبره تصدېق کړه چې د امرېکا د توغندېو هدف رؤف رشېد او ابو زبېر المصری ول.

په واشنگټن کې هم د امرېکا ېوه چارواکی د رؤف رشېد مرگ تائېد کړ او وې وېل لکه څنگه چې د پاکستان چارواکېو ووېل ددې لپاره ښه دلاېل شته دی چې ووېل شی دغه غټ ترهگر له منځه تللی دی.

XS
SM
MD
LG