د لاس رسي وړ اتصالات

د یویشتو هیوادونو مشرانو پریکړه، د اقتصادي همکاری په کلنی غونډه کې


د یویشتو هیوادونو مشرانو د شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د نړیوال اقتصادي رکود سربیره به د ازاد بازار تگلارې ته دوام ورکړې.

د آسیایي ارام سمندر په څنډو کې د پرتو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاری په کلنی غونډه کې، ددې هیوادونو مشرانو د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې او یو لړ پریکړې یې کړي دي.

دې مشرانو په تیره اونی کې په واشنگټن کې د جي شل هیوادونو په غونډه کې په شوي هغې پریکړې باندې د عمل کولو ژمنه وکړه چې کم تر کمه په راتلونکو دولسو میاشتو کې به په ازاد تجارت باندې هیڅ ډول نوي بندیزونو نه لگوي.

په دې غونډه کې دا هیله هم په ډاگه شوه چې د روان کال تر پایه به د ازاد سوداگری په مشخصاتو موافقه وشي.

د کنفرانس گډون کوونکې په دې نظر وو چې د جنوري د شلمې نیټې پورې چې براک اوباما د امریکا د جمهوري ریاست چارې پیل کړې، دوی شاید ډیرې مهمې پریکړې ونکړې.

بلخوا د امریکا اوسني جمهور رئیس جورج بوش وویل نړی باید د اقتصادي وضعیت د سمون لپاره د قید بازاري او په اقتصادي چارو کې د دولتي سرپرستی نه ډډه وکړې.

بوش: "موږ د کولمبیا، پاناما او جنوبي کوریا سره موافقو ته رسیدلي یو. خو بدقسمتی دا وه چې د امریکا کانگرس ددې دریو تړونونو د منظوری نه وړاندې رخصت شو. زه د ازاد تجارت د ملاتړو نه غوښتنه کوم چې په کانگرس کې خپل مبارزې ته دوام ورکړې چې د کولمبیا، پاناما او جنوبي کوریا سره د ازادې سوداگری تړونونو تصویب شي."

جمهور رئیس جورج بوش زیاته کړه چې د هغه د دورې په پیل کې امریکا یوازي د دریو هیوادونو سره د ازاد تجارت موافقې درلودې او اوس په د دورې په پای کې امریکا د څوالسو هیوادو سره ازاده راکړه ورکړه لري.

د اپیک یا د اسیایي ارام سمندر د ټولنې د غونډې ترڅنگ په دې څو ورځو کې گڼ شمیر دوه اړخیزې لیدنه کتنې او تړونونو هم وشول.

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش د روسیې له جمهور رئیس دیمتر يمیدیدوف سره ولیدل. سپینې ماڼی د لیدنې فضا ډیر دوستانه وبلله خو اعلامیه زیاتوي چې دواړو مشرانو یو بل ته سپینې خبرې هم وکړې.

د لیدنې نه وروسته جمهور رئیس بوش دا ومنله چې د هغه د د جمهوري ریاست په دوره کې د امریکا او روسیې ترمنځ یو لړ ستونزې وي چې هغه یې د لري کولو هڅې کړې دي.

د امریکا لخوا په ځینو ختیځو اروپایي هیوادونو کې د دفاعي مزایلو د لگولو پروگرام او څو میاشتې وړاندې له گرجستان سره د روسیې خونړي جنجال د سړې جگړې د دوو رقیبو هیوادونو ترمنځ اړیکې د یو نوي ازمیښت سره مخامخ کړې دي. ایوب خاورین

XS
SM
MD
LG