د لاس رسي وړ اتصالات

اولس تنه طالب تندلاري د هوایی بمباریو په ترڅ کې وژلي شوي دي


په افغانستان کې امریکایی پوځ وایي افغان او اییتلافي ځواکونو د هغه هیواد په جنوبي ولایت کندهار کې اولس تنه طالب تندلاري د هوایی بمباریو په ترڅ کې وژلي دي.

همدارنگه پرون امریکایی پوځ دا تایید کړه چې په هغوجلا پیښو کې چې د زابل د ولایت په عملیاتو کې وشوه د دوه تنو تندلاروتر څنگ یو تن ملکی کس هم وژل شوې دی.

بل پلو، د پاکستان نوي جمهور رئیس اصف علي زرداري او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون شپه د تیلفوني تماس په وخت د لا نږدې دوستانه اړیکو او تررزم سره په لا شدیدې مبارزې ټینگار وکړ.

او د یو بل خبر په اساس، د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا هیات کابل ته په دری ورځني سفر تللی دی تر څو د لسیزو لسیزو جنگ نه وروسته په هغه هیواد کې د امنیت او بیارغونې په اړه پرمختگ وڅیړي.

د ملگرو ملتونو یوه اعلامیه وایی دا هیات به چی پکی د ملگرو ملتونو سفیران او د پنځلسو هیوادونو استازي شامل دي د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي او د هغه هیواد نورو لوړ رتبه چارواکو سره گوري.


XS
SM
MD
LG