د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان جمهور رئېس د ېولړ خبرو لپاره اېران ته تللی دی


د لبنان جمهور رئېس مېشل سلېمان د ېولړ خبرو لپاره اېران ته تللی دی.

توقع ده چې په دغو خبرو کې به په هغه اثر او نفوذ باندی بحث وشی چې اېران ېې پر حزب الله باندی لری. ښاغلی سلېمان به په خپلو دوه ورځنېو خبرو کې د اېران له مشر محمود آحمدی نژاد سره خبری وکړی.

دوی به په خپلو خبرو کې د اسرائېلو و فلسطېن د سولی په بهېر باندی هم وغږېږی.

ددې ترڅنگ به په بحث کې نور سېاسی او اقتصادی مساېل هم شامل وی. د لبنان په سېاست کې د حزب الله شاملېدل په دې سبب له ستونزو سره مخامخ دی چې له دېنه انکار کوی چې ځان بی وسلی کړی.

د لبنان د جمهوررئېس د سفر ېو مقصد دا هم دی چې په سېمه کې خپل درېځ او نوم ښه کړی.

تر دې مخکی لبنان په څو لسېزو کې په کورنېو جگړو اخته و او ورپسی حزب الله له اسراېېلو سره په جگړه کې لتاړ سو.

پردی سر بېره د سنی او شېعه ډلو ترمنځ هم جگړې په کی روانی وې.

بل پلو، د ایران د انقلاب ساتونکي وايي چې دوی هغه شبکه له منځه وړیده چې د اسرائیلو یوې استخباراتي ادارې سره ېې اړیکې لرلې.

د ایران د انقلاب ساتونکېو مشر محمد علي جعفري نن ددوشنبې په ورځ د دولتي راډیو سره په یوې مرکې کې وویل چې دوی په دې وختو کې هغه شبکه کشف کړیده چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد سره ېې اړیکې لرلې.

ده وویل چې دغه شبکې د ایران د اتمي پروگرام او د ساتونکيو په پوځي عملیاتو او د ځنو مامورینود امنیتي فعالیتونو په هلکه معلومات راغونډول.

جعفري وویل چې چارواکو ددغې شبکې ځنې وسایل نیولي دي. خو دا ېې و نه ویل چې دغه شبکه چیرته نیول شوېده او څو کسان په دې تور نیول شوي دي.

د اسرائیلو حکومت تر اوسه په دې اړه له تبصرې نه ډډه کړېده. ایران د شنبې په ورځ وویل چی د الکترونکي شیانو یو سوداگرېې اسرائیلو ته د جاسوسی په تور اعدام کړی دی.

XS
SM
MD
LG