د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د خوراکي موادو د رسولو لپاره نوی لارې


د م م د نړیوال خوراکي پروگرام اداره خبر ورکوي چې په افغانستان کې د اړینو خلکو لپاره د خوراکي موادو د رسولو لپاره نوی لارې لټوي.

د اسیا لپاره د م م د نړیوال خوراکي پروگرام مسول انتونیو بمباري نن سه شنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې کلیو ته د خوراکي موادو د انتقال په وړاندې زیاتې ستونزې موجودی دي.

نوموړي دا ستونزې په دری برخو وویشلې.

په سرحدونو کې افغانستان ته د خوراکي موادو راوړل، د هیواد په جنوبي او ځنو کلیو کې د نا امنۍ له امله د موادو نه رسول شامل دي.

ښاغلی بمباري وایې چې د افغانستان وچکالۍ ځپلو خلکو لپاره یې د نړیوالې ټولنې نه د ١٨٥ ملیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. هغه وویل ټاکل شوی ددی وروسته د خوراکی موادو پیټي د ایران د تفتان د لارې هرات ته انتقال شي.

انتونیو بمباري دا هم وویل چې په افغانستان کې دننه د خوراکي موادو په کاروانونو د بریدونو ترشا د وړو جنایتکارو ډلو لاس نه بلکه د لویو شبکو لاس دی چې سیاسي اهداف لري.

په یو بل خبر کی، ښاغلي دیوید میلیبنډ هلمند ته سفر وکړ او هلته یې د میشتو بریتانوي ځواکونو سره ولیدل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنگین دادفر سپنتا او د هلمند والي په گډه د ښاغلي میلي بند سره په یو خبري کنفرانس هم برخه لرله.

میلیبند وویل چې بریتانیا د حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت سره په خپلو ژمنو متعهده ده.

XS
SM
MD
LG