د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د جگړې د پاې لپاره ېو مهال وېش وټاکي


د افغانستان جمهوررئېس د ملگرو ملتونو د امنېت شوری ته ووېل چې پکار ده نړېواله ټولنه په افغانستان کې د جگړې د پاې لپاره ېو مهال وېش وټاکي.

د ښاغلی کرزی د فتر واېې چې دوی دا غوښتنه نن د سه شنبی په ورځ د هغه نړېوال هېئت سره په مجلس کې وکړه چې کابل ته د حالاتو د معلومولو لپاره راغلی دي.

د افغانستان د جمهور رئېس سلا کاران واېې چې هغه په دې خبره ټېنگار وکړ چې افغانستان دېته ضرورت لری چې په دې پوه شی چې د ېاغېانو خلاف به د امرېکا په مشرۍ نظآمی عملېات تر کوم وخت پورې دوام ولری.

ښاغلی کرزی واېې د افغانستان حکومت خپل حق محفوظ بولی چې ددغې شخړې لپاره د حل ېوه سېاسی لاره پېداکاندی.

د ملگرو ملتونو دا هېئت، کابل ته د دوشنبی په ورځ راورسېده.

هغوی به هلته دری ورځی په افغانستان کې د امنېت د پرمختگ او افغانستان د بېارغونی د شراېطو په معلومولو ولگوی.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې پولېسو د افغانستان هغه خبرېال خوشی کړ چې د ملېسا فانگ مرستېال و.

ملېسه فانگ کاناډاېې خبرېاله وه او د هغې مرستېال شکور فېروز ېې دهغی دنېول کېدلو په اړه توقېف کړی و.

XS
SM
MD
LG