د لاس رسي وړ اتصالات

رایس د افغانستان د جگړې د گټلو پر ستراتیژۍ خبرې کوی


د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې میرمن کاندو لیزا رایس به په نژدې اونۍ کې په بروکسیل کې د ناټو سره په افغانستان کې د جگړې د گټلو په ستراتیژۍ خبرې ولري.

ویاند زیاته کړه چې میرمن رایس به د ناټو د بهرنیو وزیرانو په کلنۍ غونډه کې چې د دسمبر په دویمه او دریمه تر سره کیږي ترڅنگ به یې لندن، روم، هیلسنکي او کوپنهاگن ته هم ولاړه شي.

ویاند مکورمیک خبریالانو ته وویل چې څرگنده ده چې د افغانستان په هکله به خبرې تر سره شي.

بل پلو، د امریکا اردو وایې چې د ائتلاف ځواکونو د افغانستان په مختلفو برخو کې یو لړ پوځي عملیاتو کې پنځه ویشت وسله وال مخالفین وژلي دي.

د اردو اعلامیه وایې پنځلس وسله وال یوازې نن په قندهار کې په عملیاتو کې له منځه تللي او شپږ مشکوکه وسله والو ژوندي نیول شوي.

نور عملیات د سه شنبې په ورځ په پکتیا کې شوي او ویل شوي چې یو جگپوړي قوماندان چې گمان کیږي د القاعدې او طالبانو ترمنځ یې اړیکی جوړولې هم وژل شوی.

XS
SM
MD
LG