د لاس رسي وړ اتصالات

په کانگو کې بشري ستونزې


په کانگو کې بشري ستونزې بوکا مو وانزا د خپلو هغو عکسونو په البم کې پاڼې اړولی را اړولی چې په وروستی سفر کې ېې په کانگو کې اخېستی ول.

هغه ووېل چې دی خپلې ستر ې کورنی دخپلوانو او دوستانو په لېدلو باندی مصروف وساته. خو دا ېوازې په کانگو کې دا وروستی جگړې ندی چې دی ېې پرېشانه کړېدی.

بوکا مو وانزا په دې پرېشانه دی چې د بشری مرستو موسسو خبرداری ورکړېدی چې دنړېوال اقتصادی رکود له امله به دکانگو دمرستواندازه کمه کړی شی.

هغه واېې چې حکومت او شخصی موسسی به په خپلو مرستو کې کموالی راولي. موږ د انسانانو د ژوند په باب خبری کوو. پېسی خو ېو داسی شی دی چې ځی او راځی. خو انسان نشی بدلېدلی او نه ېې عوض پېدا کېدلی شي. په داسی حال کې چی دکانگو په دېموکراتېک بشری ستونزې نورې هم مخ په خرابېدو دی.

د مرستو ماموران خبرداری ورکوی چې نړېوالی مالی ستونزې به هغو خلکو ته ډېر تاوان ور ورسوی چې په ډېرو غرېبانه شراېطو کې ژوند کوی. ېوشمېر خلک دا اټکل هم کوی چې کېدلی سی د نړئ په غرېبو خلکو کې دمرگ شمېر هغه وخت ډېر زېات سی چې اقتصادی رکود خپلې داړې نورې هم خښې کړی.

پېټر کرېسلر دملگرو ملتونو د مها جرانو د UNHCR ادارې نطاق واېې چې د ا اداره د نورو هېوادونو په مرستو چلېږی که چېرې دې ادارې ته لږه بودجه ورکړل شی نو دوی به هم په مهاجرېنو لږ پېسی مصرف کړی. .

پېټر کرېسلر: "د UNHCR ادارې ته ېوشمېر موسسات په خپله خوښه پېسی او مرستی ورکوی. نو په دې اساس هره مرسته او بسپنه چې کېږی که هغه دسړک په سر کوم روان سړی کوی او که حکومت ېې کوی هغه دهغو ې پېسی دی او دا مرسته ډېره مهمه ده. دا څرگنده خبره ده چې که حکومت د خپل اقتصاد په ثبات او بېا راژوندی کولوکې ډېرې پېسی لگوی نو ددې اثر په هغو بشری مرستو هم غورزېږی چې د UNHCR په څېر موسسو او زموږ له نورو شرېکباڼو سره کېږی."

د UNHCR موسسه په ټوله دېنا کې د مهاجرو کمپونه لری.

په افغانستان، جنوبی افرېقا او حتی د سوډان په ډارفور کې ېې هم لری.

کېسلر خبرداری ورکوی چې که په دغو پروگرامونو باندی پېسی کمی شی نو نتاېج به ېې ډېر خراب وی.

کېسلر: : "خلک باېد دا حقېقت له ېاده ونه باسی چې په لسهاو ملېونه انسانان دملگرو ملتونو د مهاجرو په اداره باندی بسېادی. ددېر تر څنگ زموږ سره شرېکې هغی ادارې چې دغو مهاجرو ته خوراک برابروی او د څښلو اوبه برابروی که چېرې دا ادارې اوددوی خدمتونه او کومکونه له منځه ولاړسی نو ېقېنا به دا خلک له سختوکړاوونو سره مخامخ شي.'

د اقتصادی رکود او مالی ستونزو سره بل مشکل دامنځته راځی چې په نړېواله کچه بې کاری اوبی روزگاری زېاتېږی.

د کار نړېوالی ادارې خبرداری ورکوی چې تقرېبا شل ملېونه خلک به بې روزگاره شی ځکه چې په ټوله نړی کې مالی ستونزې او اقتصادی رکود موجو ددی. دا د بدو حالاتو نتېجه ده چې بل بد حالت منځته راولی.

اقتصادی رکود بې کاری او بې روزگاری منځته راولی او بې کاری غربت او فقر منځته راولی او په نړی کې ډېر غرېب او نېستمن خلک نور هم د فقر اونېستی کندې ته ور نېژدې کوي.

XS
SM
MD
LG