د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا او پکتیکا کې نظامي عملېات


په پکتیا او پکتیکا کې نظامي عملېات د امریکا د پوځ ېوه مطبوعاتي اعلامیه چې نن خپره شوې ده وايي، لومړي عملېات ېې د سه شنبې په ورځ په پکتېا کې سر ته ورسول او هدف یې د طالبانو د یوه سرکرده قوماندان نېول ؤ، چې گومان کېږی د القاعدې سره ېې پټ ارتباطات درلود.

د امرېکا د پوځ اعلامېه وايي چې پنځه کسان يې په دغه ېرغل کې ووژل او پنځه کسان ېې په پکتېکا کې د ېوه بل یرغل په دوران کی ووژل او څلور کسان ېې ژوندي نېولي دي.

خو د امرېکا د پوځ په اعلامېه کې دا خبره نه ده شوې چه آیا امرېکايي عسکر یا ملکی هم خلک په دغو دواړو عملېاتو کې وژل شوي دي او که نه.

د سه شنبې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي د ملگرو ملتونو ېوه هیئت ته ووېل چه نړېواله ټولنه باید حتما په افغانستان کې د جنگ د ختمولو لپاره نېټه وټاکي.

ښاغلي کرزي ووېل که چېرې د امرېکې په مشرئ د روان جنگ لپاره ېوه ټاکلې نېټه په نظر کې ونه نېول شي نو د افغانستان حکومت حق لري چې د طالبانو د پاڅون د ختمولو په خاطر ېو سېاسي حل ولټوي.

د ملگرو ملتونو دا هېت د دوشنبی په ورځ په ېوه درې ورځني سفر باندې کابل ته ورسېده او مقصد ېې دا دی چه وگوري په افغانستان کې د امنېت او ابادئ په ساحو کې څومره پرمختگ شوی دی.

XS
SM
MD
LG