د لاس رسي وړ اتصالات

'د سعودی عربستان پاچا، ملا محمد عمر ته د سیاسی پناه ورکولو  پېشنهاد کړی دی'


د رویټر خبری اژانس د جرمني د ډی شپیگل د مجلې د رپوټ په حواله وایی چی د سعودی عربستان پاچا عبدالله د طالبانو مشر ملامحمد عمر ته د سیاسی پناه ورکولو پېشنهاد کړی دی.

د شپیگل مجله وایی سعودی عربستان دغه پېشنهاد د جمهور ریس جورج بوش او جمهور ریس حامد کرزي په غوښتنه کړی دی.

مجله وایی چی د سعودی عربستان د خارجه وزارت یو مقام په دغه باره کی له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

د شپیگل مجله وایی سعودی عربستان د سپټامبر په میاشت کی د افغانستان د حکومتی مامورینو او د طالبانو د پخوانیو مقاماتو ترمنځ په افغانستان کی د جگړو د ختمولو په باب خبرو کوربه وو.

د افغانستان یوه مامور وویل انتظار کېږی چی د افغانستان حکومتی مقامات او د طالبانو استازي ډېر ژر د دوهم ځل لپاره په سعودی عربستان کی سره وگوری.

دغه مامور وویل کرزي، پاچا عبدالله او د پاکستان جمهور ریس آصف علی زرداري په دغه میاشت کی په نیویارک کی په ملگرو ملتونو کی په خصوصی توگه پر دغی موضوع بحثونه کړي دي.

گومان کېږی چی ملا عمر د افغانستان او پاکستان په سرحد کی په غرونو کی پټ دی. کرزي ویلي دي چی که ملاعمر غواړی چی د توندروانو حملو ته خاتمه ورکړي نو دی به د هغه د سر د سلامتی ذمه ووهی.

سعودی عربستان تبعید سویو او جنجالی مشرانو ته د سیاسی پناه په ورکولو مشهور دی او په دې لړ کی یې د اوگندا جمهور ریس عیدی مین ته هم سیاسی پناه ورکړه چی په هغه هیواد کی په کال ٢٠٠٣ کی مړ سو.

د رویټر خبری اژانس وایی د کال ١٩٩٦ څخه تر ٢٠٠١ پوری چی طالبانو د افغانستان د چارو واگي په لاس کی درلودلې نو سعودی عربستان او پاکستان د هغه تر ټولو مهم ملاتړ کونکي وه. متحده ایالاتو د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی حملو څخه څو هفتې وروسته طالبان را وپرزول.

XS
SM
MD
LG