په شمالي وزیرستان کې د توغندويو په یوه حمله کې دوه تنه وژل شوي دي. گمان کیږي چې دغه حمله امریکايي قواوو کړې وي.
د پاکستان د استخباراتو چارواکي وايي، دغه توغندي میرانشاه ته نږدې پر یوه کور لگېدلي دي.
د پاکستان حکومت د امریکا د توغندیو مشکوکې حملې په کلکه غندلي دي او وايي چې دا د پاکستان د تروریزم ضد مبارزې ته تاوان رسوي.
د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار وايي، حکومت چارواکي به په دسمبر کې د توغندویو ددغو حملو په باب غونډه وکړي چې فکر کیږي امریکايي بې پیلوټه الوتکې یې کوي.