د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کابینې، د هند سره یې اړیکې 'اضطراري وبللې'


د هند د کورنیو چارو د وزارت چارواکې وایي د ممبی په پیښه کې ٢٢ بهرنیان یعني غیر هندي اتباع وژل شوي او ٢٣ تنه ټپیان دي.

دا خبره د هند د کورنیو چارو په وزارت کې د داخلي امنیت رئیس ام ال کوماوت وکړه.

په وژل شویو بهرنیانو کې د امریکا، جرمني، فرانسې، کانادا، اسرائیل، برتانیې، ایتالیا، چین، تایلنډ او سنگاپور وگړي شامله دي.

د داخلي امنیت رئیس کوماوت زیاته کړه چې ټول نهه تنه وسلوال برید کوونکي وو او یوازي یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو زیر پرناب مکرجي هم د جمعې په ورځ ویلي وو چې داسي شواهد یې موندلي دي چې په کستان کې ځینو کړیو ته گوته نیسي.

په هند کې د پیښې په اړه ددې ډول پرمختگونو نه پس د پاکستان صدر اعظم، یوسف رضا گیلاني، د حکومتي کابینې غونډه راوبلله او هم یې د هیواد د بیلابیلو سیاسي گوندونو د مشرانو سره تلیفوني خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل په داسي حال کې چې د هندوستان خلک دا پیښه د هغه هیواد لپاره د سپتمبر له یولسمې د پیښې سره پرتله کوي. موږ باید د موضوع حساسیت ته جدي پاملرنه وکړو.

شاه محمود قریشي زیاته کړه: " د پاکستان حکومت ویلي دي چې ددې هیواد استخبارات به له هند سره مرسته وکړې، زموږ لاسونه پاک دي، موږ هیڅ شی نه پټوو، موږ داسي هیڅ کار نه دی کړی چې خجالته شو ځکه زموږ حکومت په دې باور دی چې له هند سره د ښه گاونډیتوب اړیکې د پاکستان په گټه دي."

تر دې وړاندې پاکستان د پیښې په تحقیقاتو کې د مرستې لپاره، هند ته د ای اس ای د مشر د لیږلو ژمنه کړې وه خو د شنبې په ورځ یې وویل چې د مشر پر ځای به یو ټیټ رتبه افسر به هند ته ولیږي.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري د ای اس ای د مشر د لیږلو خبر غلط فهمي وبلله.په هر صورت د هندي چارواکو دې ادعا چې د پیښې عاملین په یو نه یو ډول له پاکستان سره تړاو لري، د دواړو گاونډیو او اتومي وسلو درلودونکو هیوادونو ترمنځ د وضعیت د خرابیدو احتمال پیدا کړی دی.

د اړیکو د خرابوالي امکانات په داسي حال کې پیدا شوي چې امریکا له ډیرې مودې راهیسي هڅه کوله چې پاکستان له هند سره د سولې پالیسی تقویه کړې او د خپلو ټولو نظامي امکاناتو نه د افغانستان سره په پوله کې د القاعده او طالبانو پرخلاف کار واخلي.

بلخوا، د امریکا جمهور رئیس جورج بوش پرون یو ځل بیا د هند په پیښه باندې ژوره خواشیني وښوده او د نړی تر ټولې سترې دیموکراسی سره د تحقیقاتو په لړ کې د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.

"موږ دله هند سره په تحقیقاتو کې د امرکیا د بشپړې همکاری ژمنه کوو چې مجرمین په سزا ورسیږي او د هند دیموکراتیک نظام لا قوي شي."

په همدې ډول په هند کې د امریکا سفیر دیوید مولفورد هم د هند د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو ته د امرکیا له لوري د هر ډول همکاری ډاډ ورکړ.

دیوید: "نتاسي پوهیږی چې موږ د ترهگری پرخلاف په یوه نړیواله جگړه اخته یو او امریکا دا خپل مسؤلیت گڼي چې چې له هند سره په تحقیقاتو کې هر ډول مرسته وکړو."

XS
SM
MD
LG