د لاس رسي وړ اتصالات

د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی


د هند خارجه وزارت واېې چې دوی په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی او د پاکستان پرهغو خلکو ېې په رسمی ډول دا تورلگولی دی چې په مومبئی کې د ترهگری حملی کړی وې.

دغه وزارت واېې چې له پاکستان نه غوښتنه شوېده چې د هغو کسانو خلاف سخت اقدامات وکړی چې ددغو حملو مسوولېت لری.

نن د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې هغه رپوټ رد کړ چې واېې ددوی عالی کمشنر ېې په نوی ډېلی کې رابللی دی.

پاکستان څو څو ځلی د خپلو دولتی ادارو او د مومبئی د ترهگری دحملو ترمنځ اړېکی رد کړېدی. اسلام اباد له نوی ډېلی سره وعده وکړه چې په تحقېقاتو کې ورسره همکاری ورسره وکړی.

د امرېکا خارجه وزېره کانډو لېزا راېس پاکستان دېته هڅوی چې له هند سره پر مومبئي باندی د ترورېستی پېښو په تحقېقاتو کې بشپړه همکاری وکړی.

هغې نن د دوشنبی په ورځ لندن ته د خپل سفر په دوران کې له خبرېالانو سره خبری کولی. هغه به دوه وروسته هند ته ولاړه شی.

هغی ووېل چې دا مخکی له مخکی نه اټکلونه نه کوی خو پکار ده چې پاکستان دېته اجازه ورکړی چې پلټونکي د شواهدو دپېدا کولو لپاره پوره ازادی ولری او په مرتکبېنو پسی پل واخلی او هرچېرې چې ولاړ مخه ېې ونه نېسی.

هند پر پاکستان باندی دا تور لگوی چې په مومبئی باندی په ترورېستی برېدونو کې لتاړ دی خو اسلام اباد داتورونه ردوی.

د سپېنی مآڼی وېاندې ډانه پرېنو ووېل چې هند ته د کانډو لېزا راېس ورتلل دا څرگندوی چې امرېکا دهند له خلکو سره د اتحآد اوپېوستو په لرلو کې متعهده ده.

کانډو لېزا راېس نن په لندن کې ووېل چې امرېکا به له هند او پاکستان دواړو سره په گډه کار وکړی چې دترهگری مسوول کسان عدالت وسپارل شی.

کانډو لېزا راېس به هند ته په لندن کې د ناټوله کنفرانس نه وروسته ولاړه شی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی نن د پاکستان سېاسی مشران را وغوښتل چې د سه شنبی په ورځ سره راټول شی چې ېوه داسی پالېسی جوړه کاندی چې د ملت لپاره د ملی مشرانو د راېو په اتفاق دهند په برخه کې ېوه پالېسی جوړه کاندی.

ځکه چې ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ تشنج مخ په زېاتېدو دی.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی دشنبی په ورځ دا ومنله چې د مومبئی مرگ ژوبلو دهند او پاکستان ترمنځ تشنج او جنجال زېات کړېدی.

XS
SM
MD
LG