د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیت یا یوناما د بشري حقونو څانګې چې تازه یې پدغه هیواد کې د زندانونو وضعه څېړلې، وايي ډېری زندانیان په عادي تورونو نېول شوي او بې له محاکمې زندان ته لوېدلي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې نورا نایلیند نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې ددغو زندانیانو زیاتره یې له خپلې مودی دوه چنده په زندانونو کې تېری کړي ولې لا هم یې دوسېې ندي سپړل شوي.

د هغې په وینا ملګري ملتونه پدی وروستیو کې د اعدامونو په سر خپل دریځ اعلان کړی او په دغه دریځ کې راغلي چې ملګري ملتونه ددغو اعدامونو په سر اندیښمن دي.

میرمن نایلیند وویل چې په افغانستان کې عدلي سیستم کمزوری دی او ښایي بې ګناه خلک هم اعدام شي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې په وینا ډېری هغه بندیان چې د جرم په تور نېول شوي او له دولتي چارواکو سره بلدتیا او اړیکي لري ژر له زندان نه خوشي شوي.

نورا نایلیند ددی کار لاملونه د پولیسو په لیکه کې د ظرفیتونو ټیټوالی، له قانون نه د مسولینو ناخبري، فساد او په عدلي ادارو کې ستونزی وګڼلې.

مېرمن نایلیند زیاته کړه چې د دوی په څېړنه کې د دوه زره زندانیانو دوسېې پلټل شوي هغې د ښځینه زندانیانو د ورځ په ورځ ډیرښت نه اندیښنه وښوده وی ویل ډیری ښځینه زندانیانې په داسې تورونو نېول شوي چې په نورو ملکونو کې جرم نه ګڼل کیږي د بېلګې په توګه له کوره تېښته په جرم کې نه حسابیږي.

په زندانونو کې د بندیانو د دوسیو ناوخته سپړل او له زندانیانو سره د چال او چلند موضوع څو واری پدی وروستیو کې یو لړ نعری پورته کړی او ان په زندانونو کې یې د بندیانو احتجاجونه هم را پارولي.

XS
SM
MD
LG