د پاکستان چارواکی واېې چې ېوه ځان مرگي په ېوه نظآمی پوسته باندی د برېد په ترڅ کې له ځان سره نهه کسان ووژل او دېرش کسان ېې زخمی کړل.
دا برېد د صوبه سرحد د سوات په دره کې شوېدی. چارواکی واېې چې د ځان وژنی په برېد کې د وژل شوو زېات شمېر ملکی کسان دی.
او نن ددوشنبی په ورځ دوخته د پاکستان پولېسو ووېل چې طالبانو ددوه لارېو موټر وانان چې په افغانستان کې ېې د ناټو او امرېکا قواوته خوراکی مواد وروړل ووژل.
دغه حمله نن ددوشنبی په ورځ دوخته د پېښور د ښار په ترمېنل کې وشوه.
د ېکشنبی په ورځ چارواکېو ووېل چې د دوه قومی او سېاسی رقېبو ډلو ترمنځ په کراچی کې جگړه وشوه او اولس کسان پکی ووژل شول.
په همدغه جگړه کې چې د کراچی په بندری ښار کې وشوه شپېته کسان زخمی شول.
د بنو په ښار کې چې د افغانستان سرحد ته نېژدی پروت دی د افراطېانو په حمله کې درې پولېسان او دری تنه افراطېان ووژل شول.
په لکی مروت کې درې پولېسان هغه وخت ووژل شول چې طالبانو په ېوه امنېتی پوسته باندی د راکټونو ډزې وکړی.
همدا رنگه د ېکشنبی په ورځ په شمالی وزېرستان کې د ېوه افغان مړی په گولېو سوری سوری موندل شوېدی.
افراطېانو له مړی
سره په ېوه ېادداشت کې لېکی دی چې هغه امرېکا ته جاسوسی کوله .