په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی. د عراق چارواکی واېې چې په بغداد او موصل کې نن د دوشنبی په ورځ د بمونو په چاودونوکې دېرش کسان وژل شوېدی.
چارواکی واېې چې لږ تر لږه ١٥ کسان د بم په دوه چاودنوکې د بغداد د پولېسو په اکاډېمی کې وژل شوېدی او ۴٥ تنه نور زخمی شوېدی.
چارواکی واېې چې د اکاډېمی شاگردان او نور ملکی خلک هم نن ددوشنبی دورځې په حمله کې ووژل شول.
د موصل په شمالی ښار کې نن دېوه موټر بم په چاودنه کې پنځه لس کسان ووژل شول او دېرش تنه زخمی شول.
پولېس واېې چې د ځان وژونکی هدف د امرېکا اوعراق د عسکرو په گډه گزمه باندی د حملی کول وو.
په شمالی بغداد
کې ددفاع ېو معتبر عراقی چارواکی تورن جنرال مظهر الملوا د سړک دغاړې د
بم په چاودنه کې ښه کاری زخمی شوېدی.
د هغه کاروان له کورنه را روان شوی و چې دا پېښه وشوه.
پولېس واېې چې د هغه موټروان او دوه نور کسان چې په هغه لاره تېرېدل په چاودنه کې وژل شوېدی.
په همدغه چاودنه کې لږ تر لږه لس کسان زخمی شول.
د ېکشنبی په ورځ په عرا ق کې دملگرو ملتونو استاځی خبرداری ورکړ چې افراطېان به کو شش وکړی چې ددغه هېواد ولاېتی انتخابات چې د راتلونکی کال په اولو مېاشتو کې ورته نېټه ټاکل شوېده گډوډ کړی.
د ملگرو
ملتونو استاځی خبریالانو ته ووېل چې چارواکوی توقع کوی چې ډېرې زېاتی هلی
ځلی به ددغو انتخاباتو د خرابولو او گډوډولو لپاره وشی.