د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي


د دموکرات گوند مامورین وايي منتخب جمهور رئیس بارک اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي، په دې کې د هغه سیاسي سیاله هلري کلنتن هم شامله ده چې د بهرنیو چارو د وزیرې په حېث ټاکله کیږي.

اوباما غواړي د دفاع اوسنی وزیر رابرت گیتس په خپله وظیفه پاتې شي.

همدا رنگه د بحري قواوو متقاعد جنرال جیم جونز به د ملي امنیت د سلا کار دنده په غاړه ولري.

د ښاغلي اوباما مطبوعاتي کانفرانس چې په کې د هیلري کلنتن د ټاکل کیدلو اعلان وشي نن به د شیکاگو په ښار کې وشي.

اوباما او هلري کلنتن د دموکرات گوند د کاندیدی لپاره سخته سیالي وکړه.

د دموکرات گوند منابع وايي چې د اریزونا والي جینټ ناپولیتانو به د ملي امنیت د وزیرې په حیث اعلان شي.

همدا رنگه په بهرنیو چارو کې د اوباما سلا کاره سوسن رایس کیدلای شي په ملگرو ملتو کې د امریکا د سفیرې دنده په غاړه واخلي.

منابع وايي چې د لوی څارنوال پخوانی مرستیال جنرال اریک هولډر به د امریکا د لوی څارنوال په حیث وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG