د لاس رسي وړ اتصالات

د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي


د هند د مهاراشترا په ایالت کې سیاسي مشران د تیرې هفتې د ترورستي بریدونو ښکار کیږي. د ممبئي په ترورستي بریدونو کې ١٧٥ کسان مړه شول چې ١٨ یې بهرنیان وو.

د مهاراشترا د ایالت دوه غښتلي چارواکي د بمبئي د ترورستي پېښو په سبب استعفی ته اړ شوي دي. بمبئي په دې ایالت کې موقعیت لري.

د مهاراشترا د ایالت اعلا وزیر ولسراو دشمک وايي هغه حاضر دی چې په امنیتي چارو کې د غفلت په سبب مسئولیت په غاړه واخلي او استعفی وکړي.

د مطبوعاتو په رپوټونو کې ویل شوي وو چې مخکې استخباراتو د ممبئي د ښار د حملو نه اخطار ورکړی ؤ.

په یوه خبري کانفرانس کې چې په کې په تنده لهجه خبرې کیدلې، خبریالانو د اعلا وزیر نه د زغردې وینا غوښتنه وکړه.

ده یواځې دومره وویل چې هغه خپله استعفي وړاندې کوي اما خپل سرنوشت د خپل گوند، د کانگرس د مشرانو په لاس کې ویني.

دشمک وايي: "پریکړه هغه ده چې د گوند واکمنان یې کوي. دا زما خبرې دي چې په ساده وو الفاظو تاسو ته یې بیانوم. تا سو نورو توضیحاتو ته اړتیا نه لرئ."

دشمک په دې خبره هم تر انتقاد لاندې راغلی کله چې یې د تاج محل د هوټل د قربانیانو لیدلو ته ورغلی ؤ، او په داسې حال کې چې د قربانیانو مړي انتقالیدل، ده خپل ځوی چې فلمي ستوری دی او همدا رنگه د بالي ووډ یو فلم جوړونکی هم ځان سر وړي وو.

د دشمک مرستیال ار. ار. پاتل هم په دې سبب خپله وظیفه پریږدي چې ده د ممبئي حملې یوه وړه پېښه بللې وه. دغې تبصرې هم د خلکو په منځ کې غوغا گډه کړه.

د مرکزي دولت په سطحه لمړنۍ زیان د کورنیو چارو وزیر ته ورسید کوم چې خلک یې نه خوښاؤ. ده د یکشنبې په ورځ استعفي وکړه.

د شیوراج پاتل د ایستلو غوښتنه حتې د ممبئي د پېښو نه مخکې شوې وه. هغه باندې انتقادونه کیدل چې حکومت د بمي چاودنو په وړاندې کافي چمتووالی نه لري چې په دې تیرو څو میاشتو کې د هند په څو ښارونو کې کیږي.

د پاتل په ځای د مالیې وزیر پالانیا پان چیدامبارام چې خلک ورته ډیر درناوی لري ټاکل شوی دی.

ده وویل چې زړه یې نه غواړی د کورنیو چارو وزیر چې د داخلي امنیت مسئول دی، شي.

چیدامبارام وویل: "زه به درواغجن شم که ونه وایم چې زه دغه کار سره مینه نه لرم. مگر په داسې یو حالت کې چې مونږ قرار لرو، اخرې خبرې یواځې د گوند مشر کولي شي او زما په قضیه کې یواځې د کانگرس د گوند مشر او صدر اعظم دا واک لري."

د هند صدر اعظم، من موهن سنگه به د ملک د مالیې وزارت هم سمبال کړي. دغه سیاسي کړکیچ غیر متوقعه نه وه.څیړونکي وايي د حکومت ائتلاف چې مشري یې د کانگرس گوند کوي مجبوره دی چې د خلکو د سختو اعتراضاتو په وړاندې چې یې حکومت په ټول هند کې د تروریزم سره په کمزورتیا تورنوي، بدلون راولي.

مهم مخالف گوند یا د بهاراتا جنیتا گوند وايي صدر اعظم من موهن سنگه ددې وړ نه دی چې په قدرت پاتې شي.

XS
SM
MD
LG