د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي


هند غوښتنه کړېده چې پاکستان هغه شل تنه مشکوک ترهگران چې وېل کېږی په پاکستان کې اوسېږی هغه هېواد ته وسپاری.

د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی خبرېالانو ته ووېل چې د اغوښتنه په لېکلی توگه په هند کې د پاکستان سفېر ته ، په ېوه مجلس کې ددوشنبی په ورځ ورکړل شوېده.

ددغوکسانو په لېست کې داوود ابراهېم چې په ١٩٩٣ مېلای کال کې ېې په مومبئی کې د بم چونو پلان جوړ کړی وهم شامل دی. هغه وخت په مومبئی کې ٢٥٠ کسان وژل شوی ول.

هند له پاکستان نه دا غوښتنه هم کړېده چې دهغو کسانو خلاف سخت اقدامات وکړی چې په مومبئی کې د ترهگری د برېدونو مسوول دی. د مومبیئی کې په تازه برېدونو کې تقرېبا ١٧٥ کسان وژل شوېدی او په دې جمله کې ١٨ خارجېان دی.

دهند خارجه وزېر پراناب مکرجی نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې هند ددغو حملو په سر د پاکستان خلاف په نظامې اقدامات باندی غور نه کوی.

په ېوه بل رپوټ کې چې دامرېکا دوه خبری تلوېزېونونو د امرېکا د ABC تلوېزېون واېې چې د استخباراتو ېوه نامعلوم چارواکی ووېل چې دوی دتېلېفون ېوداسی پېغام ثبت کړی و چې ادرس ېې په پاکستان کې دی او د لشکر طېبه دافراطی ډلې مشرته منسوب دی.

په دغه تېلېفونی پېغام کې د سمندر له لارې نه د برېد په باب اشارې شوېدی.

په دغه رپوټ کې وېل شوېدی چې د خاصو اهدافو دوېشتلو په باب خبر ورکړل شوی و او په دې کې د مومبئی د تاج محل هوټل هم شامل و.

د امرېکا ېوبل خبری تلوېزېون CNN رپوټ ورکوی چې دهند منابعو داخبره تائېد کړېده چې دامرېکا استخباراتو دوه ځلی د امکانی حملی په باب خبرورکړی و.

XS
SM
MD
LG