د لاس رسي وړ اتصالات

د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود


د تاېلند صد راعظم سومچای وانگساوات واېې چې دی د خپل ملک د اساسی قانون د محکمی فیصله منی او خپل ځان به پنځه کاله له سیاست نه لیرې ساتی او خپل گوند به فسخ او منحل کوی.

هغه په شمالی ښار چیانگ مای کې خبری کولی. له تیرې اونۍ راهېسی چې مظاهر ه چیانو د بنکاک هواېې میدان نیولی دی هغه له همدغه ښارنه حکومت چلوی. ښاغلی سومچای خبرېالانو ته ووېل دده کار نور خلاص شو او اوس دی دخپل ملک ېوعادی سړی دی.

دتاېلندد اساسی قانون محکمی نن د سه شنبی په ورځ حکم وکړ چې د ښاغلی سومچای په اېتلافې حکومت کې دې دری ستر گوندونه بند شی ځکه چې پرهغوی باندی په انتخاباتوکې د ټگی برگی تور لگېدلی او ثابت شوی و.

په دغه حکم کې دا هم شامل دی چې د خلکو د قدرت گوند سترمشران دې تر پنځو کلونو پورې په سیاست کې برخه نه اخلی. په دغو مشرانو کې په خپله صدر اعظم سومچای هم شامل دی. په گوندونو کې دوه اېتلافې گوندونه هم په سېاست کې له برخی اخیستلونه منع شوېدی.

رپوټ واېې داخبره معلومه نده چې ددغی محکمی فېصله به د مظاهره چېانو او حکومت د مخالفینو قناعت حاصل کړی اوکه نه. د حکومت مخالفین له څو میاشتو راهېسی لگېادی چې د صدر اعظم سومچای حکومت له قدرت نه وغورځوی.

د محکمی له فیصلې وروسته د حکومت د مخالفینو مشر اعلان وکړ چې دوی به د هوای مېدان محاصره د چارشنبی په ورځ ختمه کړی.

مظآهره چېانو همدا اوس د الوتکېو پروازونو ته اجازه ورکړېده چې د بنکاک په نړېوال هواېې مېدان کې خپلو پروازونو ته ادامه ورکړی. دغه مېدان مظاهره چېانو تېره اونی بند کړی و.

د مېدان چارواکی واېې چې سره له دې هم پروازونه ډېسېمبر ترپنځه لسمی پورې پېل کېدلی نشی.

د حکومت له دغې فېصلی نه وروسته د حکومت ېوه نطآق ووېل چې ددغو ټولو شپږو گوندونو غړي چې په حآکم اېتلاف کې شرېک ول دا پلان لری چې په نوو گوندونوکې شامل شی او د صدراعظمی د چوکی لپاره خپل نوی کاندېد په انتخاباتو کې ودروی.

توقع ده چې د صدر اعظم مرستېال چاورات چان وېراکول به سر پرست صدر اعظم وټاکل شی. دی به ترهغه وخت پورې خپل کارته ادامه ورکړی څو پورې د تاېلند پارلېمان بل صدر اعظم وټاکی.

XS
SM
MD
LG