د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي


د ناتو عمومي منشي یاپ دي هوپ شیفر وایي چی ددې دپاره چی په افغانستان کی د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو په مقابل کی د ناتو جگړه پرمخ لاړه شی ، نورو عسکرو ته هم ضرورت دی .

شیفر وویل چی اضافي عسکر د یاغیانو د ستراتیژۍ په ماتولو کی ډیر ضروري دي او باید

ټولي هغي سیمي چي طالبانو نیولي دي د هغوي نه بیرته ونیول سی چی په ملک کي د بیا آبادولو پروژې پیل شی .

د ناتو مشر دا وینا پرون د چهارشنبې په ورځ په بروکسیل کی د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کی وکړه .

ناتو د امریکا د منتخب جمهوررئیس براک اوباما د هغه پلان هرکلی کړی چی غواړی افغانستان ته نور عسکر هم واستوي ، مگر ناتو او د برتانیې مامورین وایي چی اروپایي غړي ملکونه هم باید چی خپله ونډه زیاته کړی .

XS
SM
MD
LG