د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول


په عراق کې د امرېکا پوځی مقامات واېې چې د ېوې اېرانئ شبکې دوه مشکوک کسان ېې نېولی دی.

د امرېکا پوځی مامورېن واېې چې ددې ډلې درېم غړی په ډزو کی ولگېده او مړ شو. دا سړی د بغداد په کراده نومې ناڅېه کې هغه وخت ونېول شول چه د امرېکا په مشرئ اېتلافی عسکرو نن دکتاېب حزب اله په نوم ددغې ډلې دېو مشر په خلاف عملېات کول.

د امرېکا د پوځ خبر لېک واېې چه اېتلافی عسکرو دکتاېب حزب اله د نېولو لپاره دکرادې په دوو برخو کی خپل عملېات شروع کړی ؤ.

په دې ډله باندی ېو الزام دادی چه په عراق کې ېې په ملکی خلکو او داېتلاف په عسکرو باندی حملی کولی.

له بلی خوا، نن په عراق کې دملگرو ملتونو دفتر دعراق دحکومت نه وغوښتل چه د هغو کمزورو ټولنو د افرادو د بشری حقوقو د ساتلو لپاره دې اقدام وکړی چه هر واری پری حملې کېږی.

خو ملگری ملتونه واېې چه په عراق کې په تېرو شپږو مېاشتو کې دا ډول حملې ېو څه کمې شوی دی.

ملگری ملتونه واېې چه په عراق کې په بندېانو او ښځو باندی هم ډېر ظلم کېږی.

ددی نه علاوه په اقلېتونو او دامنېتی قواو په منسوبېنو باندی هم حملی کېږی.

XS
SM
MD
LG