د لاس رسي وړ اتصالات

هند د هوایی میدانونو امنیت ټینگوي


هند په خپلو غټو بین المللي هوایي میدانونو کی د امنیت په باب خبر داری وروسته له هغه خپلي تر ټولو لوړي سطحي ته ورساوه چي د نورو حملو گواښونه هم ورته وسول.

د هند د هوایي قواو مشر مارشال فالی هومي مېجر وایی چی چارواکو ته د نوي ډهلي، بنگلور او چیناي په هوایي میدانونو کی د سیپټامبر د یوولسمي د حملو په څېر گواښونه شوي دي .

مگر هغه وویل چی چارواکي چمتو دي.

دا وروستي گواښو نه د اي مېلونو په ډول شوي دي چی حکومتی چارواکو او مطبوعاتي مؤسسو ته چی امریکا غږ هم په کی شامله ده استول شوي دي او په کی ویل شوي دي چی دا حملې به ددکن مجاهدین وکړی.

همدغي ډلي په ممبای کی د تیري هفتې د تروریستي حملو مسئولیت هم اخیستي و چی څه د پاسه ١٧٠ تنه په کی ووژل سول.

دغه اي مېلونه په سعودي عربستان کی په کمپیوټرونو کی لیدل سوي دي مگر کارپوهان وایي چی د هغو لیکنه او لهجه ددکن د مجتهدینو د پخوانیو مخابرو نه فرق لری.

دا گواښونه په داسی وخت کی هم شوي دي چی د هند مسلمانان د بابري مسجد د نړولو د ورځي د رارسیدو د پاره ترتیبات نیسي چي ددې ورځي یادونه وکړی تندلارو هندوانو په ١٩٩٢ کال کی دغه مسجد چی د هند د مغلو د لومړي امپراتور له خوا جوړ شوی و ونړاوه.

له بلې خوا، د هند عالي رتبه مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان د لشکر طیبه افراطي ډلې د ممبۍ پر ښار باندې په حملو کې لاس درلود.

مقامات وايي، هغه حمله کوونکی چې ژوندی نیول شوی، وايي چې د لشکر طیبه د عملیاتو مشر ذکي الرحمن لکهوي دغه کار ته استخدام کړی و.

مقامات وايي، نیول شوي کس همدارنگه اقرار کړی چې دی او له ده سره نور ملگري د حملې پر وخت له لکهوي سره په تماس کې وو.

XS
SM
MD
LG