د لاس رسي وړ اتصالات

جونز: افغانستان لپاره پراخه ستراتیژي پکار ده


د وال سترېت ژورنال ورځپاڼه د امرېکا د منتخب جمهور رئېس براک اوباما د ملی امنېت سلاکار جنرال جېمز جونز له قوله لېکی چې په افغانستان کی به د امرېکا د عسکرو زېاتوالی هغه وخت کار ورکړی چې هلته نور بدلونونه راسی.

د نورو بدلونو په ترڅ کې هغه د قضائېه قوې او ملی پولېسو د تقوېه کولو ېادونه وکړه.

دغه متقاعد جنرال د سه شنبی په ورځ په ېوه مرکه کې ووېل چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما د خپلې انتخابی مبارزی په وخت کې وعده کړی وه چې لس زره نور امرېکا ېې عسکربه له عراق نه افغانستان ته ولېږی چې هلته له نورو نړېوالو هلو ځلو سره په منسجم ډول د افغانستان د حکومت کوششونه په دې برخه کې تقوېه کړی چې د هېروئېنو تجارت له منځه ېوسی.

هغه ووېل چې په افغانستان کې هر وخت نور عسکر اچول کېدلی شی. خو که همدا ېوازېنی کار وی نو موږ به دا ستونزه اوږده کړو.

جنرال جونز به د امرېکا د ملی امنېت او د خارجی پالېسی په برخه کې د منتخب جمهور رئېس براک اوباما ښی لاس وی. له دېنه دا معلومېدلی شی چې هغه به په اېنده کې په سپېنه ماڼی کې څو مره مهم نقش ولوبولی شی.

کله چې اوباما په دې اونی کې هغه د ملی امنېت د سلا کارې کومېټی د مشر په توگه وټاکه نو په دې هم ټنېگار وکړ چې جنرال جېمز په نظامی او دېپلوماېتکی برخه کې څومره تجربه لری.

جنرال جونز ووېل دې په دې کې هېڅ شک نلری چې دملی امنېت دغه ډله چې اوس ټاکل شوېده هغه دې له ېو بل سره په گډه کار ونکړی شی.

هغه ووېل چې امرېکا ډېرې جدی ستونزې لری او پکارده چې د حل لارېې ولټوي.

وال سترېت ژورنال لېکی چې ښاغلی اوباما څوڅو ځلې په دې ضرورت ټېنگار کړېدی چې دامرېکا ډېره نظامی توجه دې افغانستان ته واړول شی.

هغه وېلی دی چې جنوبی اسېا د امرېکا د امنېت لپاره ستر خطر دی. کله چې جنرال جونز د ملی امنېت د سلاکارانوپه جمله کې د کومېټی مشر وټاکل شو نو اوروپاېې دېپلوماتانو هم داخبره تائېد کړه.

ډېر اروپاېې دېپلوماتان هغه په دې پېژنی چې په بلجېم کې دناټو نظامی مشر و. ښاغلی جونز د افغانستان د ستونزو پړه پرناټو باندی ور اچوی او واېې چې هغوی ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل.

جنرال جونز واېې چې پکارده امرېکا له اروپا اونورو هېوادونو سره مرسته وکړی چې د اېران او د هغوی د اټومی پروگرام سره مقابله وکړی.

هغه ووېل اوس ددې خبری وخت ندی چې د اېران په برخه کې دپالېسی په مشخصو ټکېو باندی خبری وشی.

جنرال جونز له دېموکراتانو سره نېژدی اړېکی ساتلی وې او د کلنټن په وخت کې ېې د معتبر نظامی مرستېال په توگه وظېفه اجراکوله. د جمهور رئېس جورج بش په وخت کې په ٢٠٠٣ مېلادی کال کې د ناټو نظامی مشرسو.

او په اروپا کې ېې د ټولو امرېکا ېې قواو قومانده په غاړه وه.

جنرال جونزد خارجی پالېسی په برخه کې د نوی حکومت په نماېندگی ووېل چې امرېکا باېد د نظامی قدرت په کارولو کې له سالم قضاوت نه کار واخلی.

هغه ووېل چې ېو د قدرت لرل د ی او بل د اثر اورسوخ اونفوذ لرل دی. که چېرې موږ هغه څه وواېو چې په ښکاره وواېو چې زموږ مطلب مووی او هغه کار وکړو چې په نظر کې بېانوو، نو دا کار به له موږ سره مرسته وکړی او د قدرت د استعمال ضرورت به په نظامی مانا کې له منځه ولاړ شی.

XS
SM
MD
LG