د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی او زرداري  په ترکیې کې وکتل 


د افغانستان او پاکستان جمهوررئیسانو د جمعې په ورځ په ترکیه کی سره وکتل او کوشش یې وکړ چی ددواړو ملکونو تر منځ خړپړتیا کمه او روبط ښه کړي.

د ترکیې جمهوررئیس عبدالله گل په استانبول کی ددې خبرو کوربه و.

تیر کال ښاغلي کرزي او د پاکستان پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف لومړنۍ عالي جرگه وکړه او دواړو مشرانو وعده وکړه چی په امنیتي چارو کی به زیاته همکاري کوی .

افغانستان او امریکا د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چی په قبایلي سرحدي سیمو کی د یاغیانو سره چی په افغانستان کی په خارجي عسکرو باندی حملې کوی جگړه سخته کړی .

د امریکا جمهوررئیس جورج بوش پرون د ترکیې د جمهوررئیس عبدالله گل سره په تلیفون کی خبري وکړې او د هغه نه یې په دې مننه وکړه چی دا موقع یې برابره که چی د افغانستان او پاکستان مشران یې په ملک کي خبرو ته سره کښیني . ښاغلي بوش د ترکیې جمهوررئیس په دې هم وستایه چی د ې ته یې ملا تړلې چی غواړی په عراق کی ثبات او آرامي راسی .

XS
SM
MD
LG